fbpx

اجرائیه رییس تاجکستان ته لاړ

د افغانستان اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د یوه لوړپوړي هئیت په مشرۍ تاجکستان ته لاړ او په دوشنبه کې به د شنګهای غړو هېوادونو په اوولسمه ناسته کې ګډون وکړي .
د اجرئیه رساست څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ، جې د اجرائیه ریاست په مل پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ملګری دی ، په اعلامیه کې راغلي، چې د شانګهای غړو هېوادونو په ناسته کې به عبدالله عبدالله د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړي .
دغه راز به نوموړی د دې غونډې په څنډه کې د تاجکستان ولسمشر، د روسيې، چين، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او بلاروس هېوادونو له لومړيو وزيرانو او همدا راز د هند د بهرنيو چارو وزير سره جلا جلا کتنې هم ترسره کړي.
اجرئيه رئيس به په دې لېدنو کې له اړونده چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ له تروريزم او نشه يي توکو سره پر ګډې مبارزې، د سيمي د هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر زياتولو، د سيمي د يوشمير سترو برنامو پر تطبيق، د منطقې د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا او همدا راز د افغانستان د سولې په تړاو د سيمي د هېوادونو د مرستې او همکارۍ د راجلبولو په خاطر خبري وکړي.
تاجکستان ، ازبکستان، روسیه ، چین ، قزاقستان ، د دې سازمان غړي هېوادونه دي ، افغانستان پاکستان او هند د یاد سازمان د څارنکي هېوادونه دي .