The news is by your side.

هغه ۵ خواړه چې ځيګر مو له زهري موادو پاکوي

خبريال وېبپاڼه/ ځيګر زموږ د بدن يو له ترټولو مهمو غړو څخه دی، د هضم، مېتابوليزم، د خوړو ذخيره کول او د بدن دفاعي سيستم غښتلي کول یې له مهمو دندو څخه دي، ددې ترڅنګ د بدن د نورو برخو لپاره هم مهم کېمياوي مواد توليدوي، ځيګر د وینې څخه مضر يا زهري مواد راټولوي او لرې کوي، همدارنګه د هاضمې د سيستم له لوري پروسېس شوي مواد د بدن د کارونې او ګټې اخيستنې لپاره په مناسب او اړين شکل بدلوي، په ځانګړي ډول اوسپنه او ګلوکوز ذخیره کوي.

کوم شیان د ځيګر لپاره زيان لري

ځيګر مو د بدن يو داسې غړی دی چې‌ د نورو غړو د روغتيا او فعالیت لپاره ترټولو زياته مرسته کوي، په درنو کارونو کې کار کول، غيرې صحي خواړه خوړل، د ژوند غیرې صحي طرز د ځيګر روغتیا په خطر کې اچوي.

د ځيګر د پاک ساتلو او روغتيا لپاره ځینې خواړه دي چې اغېز یې ډېر زيات دی، دا خواړه په بېلابېلو بڼو دي.

اوږه؛ يو له هغه خوراکي توکو څخه ده چې د بدن هر سيستم او غړي ته فائده لري، ګټې یې په شمېرلو نه خلاصېږي، اوږه د ځيګر څخه د زهري موادو په لرې کولو کې ډېر ستر رول لري، ددې ترڅنګ د ځيګر د انزايم جوړولو قابلیت هم زياتوي، په اوږه کې موجود سلېنيوم د زهري موادو له لوري د زیانمن شوي ځيګر په رغولو کې هم مرسته کوي.

اوږه د ځيګر د روغېدو ځنډوکي کولېسټرول را کموي او د ځيګر د جوړېدو پروسه چټکوي.

د ځيګر د روغتيا لپاره د ځيګر د ښه کار کولو لپاره د خوړو سره د پخې شوې اوږې په ځای تازه وخورئ، تاسې کولی شی چې د اوږې دوه درۍ پلیه هره ورځ ميده کړي او بيا یې په مستو يا شاتو کې نوش جان کړئ.

د ځيګر د روغتيا لپاره د ليمو څخه هم ګټه اخيستلای شئ، ليمو د زياتې اندازې انتي اوکسيدان په درلودلو سره په ځيګر کې موجود غیرې ضروري او مضر انزايمونه له ځيګر څخه لرې کوي.

په لیمو کې په لوړه کچه ویټامین سي هم شتون لري چې دا در بدن ددفاعي سيستم په قوي کولو کې ستر رول اخلي، ددې ترڅنګ ليمو د ځيګر له لوري د انزايمونو د جذب کولو او هضم کولو پروسه هم چټکوي.

تاسې کولی شی ځانته يو بوتل پيدا کړئ چې اوبه ترې څښئ، کولی شی په همدې اوبو کې څو دانې ليمو ور ټوټې ټوټې کړي او يا یې هم اوبه ترې وباسی او له دې اوبو سره یې ګډې کړئ بيا یې پسې وڅښئ.


د ځيګر د پاک والي او تصفیې لپاره مڼه هم ډېره ګټوره مېوه ده، په ورځ کې يوه مڼه خوړل د ځيګر د پاکولو لپاره حیرانونکې ګټه لري، په مڼو کې موجود د پکتين په نامه مواد په ځيګر کې مضر کولېسټرول رامنځته کوونکي زهري مواد له منځه وړي، همدارنګه د ځيګر د ښه کار کولو سبب کېږي او ترڅنګ یې په اسانۍ سره د فايبر د جذب او هضم سبب کېږي.
.

د ځيګر په پاکولو کې چهارمغز هم ډېر مهم رول لري، چهارمهز د امينو اسيدو یو ترټولو مهمه سرچينه ده، ددې ترڅنګ چهار مغز په زياته اندازه اومېګا۳ غوړي لري چې د ځيګر په کولو کې ډېره زياته مرسته کوي.

کورکمن يا زردچوبه هم د ځيګر د پاکولو لپاره معجزوي ګټه لري، په بدن کې ځيګر يو معجزوي خاصیت لري چې خپل ځان بېرته نوی کولی شي، د ځيګر د حجرو په نوي کولو کې د کورکمن تاثير په علمي ډول ثابت شوی دی،

تاسې کولی شی يو ګيلاس اوبو ته د مستو نیمه کاشوغه کورکمن ورواچوی او بيا یې ښه واېشوی، د څو اونيو لپاره په ورځ کې دوه دا ډول چای وڅښئ دا به ستاسې د ځيګر د پاکولو او نوي کولو سره حيرانوونکې مرسته وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.