The news is by your side.

شاهین قول اردو:فاریاب کې وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې

دشمالي زون پوځې مسؤلین وايي چې تیره شپه دبهرني هوايي ځواک په ملتیايي د طالبانو په ځینو پټنځایونو بمبارد کړی چې دیوه طالب قوماندان په ګډون ګڼووسله والوته یې مرګ ژوبله اړولې .

په همدې اړه دشمال ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي څانګې خبر ورکړی چې فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې دطالبانو په پټنځایونویې دشپې مهال سخت بمبارد کړی چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

افغان پوځي سرچینې وايې چې تیره شپه ناوخت یې دقعله ولې په سیمه کې دوسله والوطالبانو په پټنځای بمبارد کړی چې په کې دلس ساتونکوپه ګډون یومشهورقوماندان چې دقاري ناصر انصار په نوم یاده ده په نښه کړی دی ،هغوی زیاتوي چې ۳موټریې هم تخریب کړی .

هغوی ادعاکوي چې په ورته مهال یې دهمدې ولایت په قیصار چیچکتو او چهلګزي سیمه کې هم بمبارد کړی او۱۲وسله والوته یې مرګ ژوبله اړولې .

خووسله والوطالبانو دحکومتي ادعاپه اړه لاڅه نه دي ویلي.