The news is by your side.

دبلیک واټر انګیزو دسولې بهیرله ننګونو سره مخ کړی

دسولې شورا غړي یوې خبري سرچینې ته ویلي چې دوی نه پوهیږي بهرنیان ولې په افغانستان دسولې بهیرته په لوی لاس زیان اړوي او افغان جګړه نوروهم تونده کوي چې دبلیک واټر قانوني کیدولو ته لاره جوړوي ،خو د سولې بهیرنورهم ننګونو اوګواښوونوسره مخ کوي.

مدني ټولنو په بهراوداخل کې مذهبي ډلو هم دافغانستان جګړه بلیک واټرته دسپارلو خبرونه سخت غندلي دي .

بلخوا وسله والو طالبانو اخطار ورکړی چې دوی دنړۍ هرزبرځواک سره جګړیزې چینې وهلې بس همدا بلیک واټرچې مخکې یې هم خفیه ډول لښکرې په افغانستان کې ازمایل شوې یوځل بیا یې دجګړې لپاره قانوني کول دسیمې اشغال اودخپلو موخو دترلاسه کولو په غرض ورته اجازه ورکوي.

بلک واټر یوه خصوصي امریکايي پوځي کمپنۍ ده چې په ۱۹۹۷ کال کې د امریکايي پوځي افسر اریک پرنس لخوا یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې ده، په دغه خصوصي کمپنۍ کې په ملیاردونو ډالر پانګونه شوې ده، یوازینۍ موخه یې د امریکا لپاره امنیت حالات کنټرولول دي، چې د امریکا لپاره یې عراق کې هم دنده ترسره کړې ده، په ځانګړي ډول د سي آی اې لپاره لاس په نامه ولاړه ده.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اشرف غني هم ویلی دی چې بلک واټر ته د افغان جګړې سپارل ورته د منلو وړ نه دي، سربیره پردې بیا د ګډ حکومت اپوزیسیون غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي بیا د افغان جګړې خصوصي کولو ته خوشبین دي، د دوی په اند چې طالبان یوازې او یوازې د زور له لارې له مقاومت څخه غورځیدلائ شي،خو دسولې بهیر نورهم له ننګونو سره مخ شوی دی.

دوی په افغان دولت ږغ کوي چې دسولې لپاره شوی کاربه په یوه مخیزډول له مینځه لاړ شي اودجګړو بهیربه نړۍ وال شي باید دسولې شوي چارې نورې هم ګړندی شي اودبهرنیانو جګړیزې نظریې ترهغوی پورې محدودي شي.