fbpx

په کندز کې نښتو دواړو لورو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یو شمېر پوستو او مرکزونو د طالبانو په ډلییز بریدونو کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
نښته تېره شپه یوه نیمه بجه د یاد ولسوالۍ په (سرخ بیتل ) سیمه کې رامنځته شوې ده ، خو دولتي چارواکي یې په اړه زیات جزیات نه ورکوي .
کندز کې د شلمې فرقې د مطبوعاتو مسئول جګړن غلام حضرت کریمي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې په نښته کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي، همدارنګه په یاده نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
خو د کندز ولایتي شورا غړي سید اسدالله سادات بیا مرګ ژوبله تر دې لوړه ښیې او وایي ، چې د یادې جګړې پر مهال ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي، د نوموړي په خبره په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو کره شمېر یې نه دی معلوم .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې، چې د قلعه ذال ولسوالۍ په (چهارچوب ) سمیه یې یې د پولیسو په کنډک برید کړی ، کنډک یې نیولي او پنځه ویشت پولیس یې وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي، نومړي همدارنګه ویلي ، په نښته کې د دوی یو ملګری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي .
همدارنګه د امام صاحب ولسوالۍ په (چمبوس ) سیمه کې هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي، خو په اړه یې نور جزیات نشته .