The news is by your side.

پکتیکا او غزني ولایتونو کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جنوب ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۳ تندر قول اردود په یوه بیان کې ویلي ”د پکتیکا ولایت دارګون ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د سولې او هیواد دښمنانو لخوا یوځای پرځای شوی ماین چاودنه کړې، چې په ترڅ کې درې تنه پاک معصوم ماشومان په شهادت رسولی دي. “

خبرپاڼه زیاتوي، چې همداراز دوسله والومخالفینو لخوا یو خښ کړائ شوی ماین د غزني ولایت دمقر ولسوالۍ اړونده سیمو کې پرملکی موټر چاودنه کړې، چې له امله یې پنځه تنه ملکي وګړی ټپیان شوي او یو تن وژل شوی.

د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو په یوه ځانګړي رپوټ کې چې څو ورځې مخکې خپور شو، وایې چې دولتي ضد عناصر باید په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي، د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو بې توپیره او نامناسبه کارونه ژر تر ژره بنده کړي.