fbpx

په یوه کور د توپ مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ۱۹ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ شاوخوا یولس بجې د نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې د ملکي خلکو پر ګور د توپ مرمۍ لګېدلې، چې په نتیجه کې یې۱۱کسان شهیدان شوي ۸ ټپان دي. د دغه کورنۍ مشر عبدالجلیل وايي چې دغه مرګ ژوبله ټوله د یوې کورنۍ ده. جلیل د هلمند په ایمریجنسی رغتون کې رسنیو ته وویل ته وویل چې په ټپيانو کې د یوې ماشومې وضعیت د اندېښنې وړ دی. حکومتي ځواکونو لا تر اوسه ددې پېښې په اړه څه ندي ویلي. د قرباني شوې کورنۍ غړي وایی چې توپ د شوراب له کمپ څخه ددوي په کور غورځول شوی.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر ، امنیه قوماندانۍ همدارنګه د میوند قول اردو یاده پېښه رد کړې ده .
خو ۲۰۵ میوند قول اردو د یوې خبرپاڼې به خپرولو سره ویلي دي ،چې افغان او نړیولو ځواکونو د هلمند په نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې د تېره ورځ عملیات تر سره کړي دي ، چې په ترڅ کې یې ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي .
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمد ویلي، چې په نادعلي ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور د مزایل مرمۍ د لګېدو له کبله د یاد کور زیات شمېر غړي وژل شوي دي .