The news is by your side.

ایا غواړئ چې خېټه مو کوچنۍ شي؟

خبریال وېبپاڼه/ ټولو ته معلومه ده چې ډېر وزن د انسان روغتیا ته زیان رسوي، د نوو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم چاغښت په یوې لویې ستونزې بدل شوی او خلک یې د خپلې روغتیا په اړه اندېښمن کړي دي. څېړنو هم تر لاسه کړې چې ډېر وزن د انسان روغتیا له پاره زیان اړونکی دی او په دې وروستیو کې د ډېر وزن لرونکو انسانانو په شمېر کې نسبت لږ وزن لرونکو انسانانو ته ډېروالی راغلی دی.

خو د دې پر ځای چې د خپل ځان د چاغښت او روغتیا په اړه اندېښمن شئ، پ هغو لارو چارو فکر وکړئ او عملي یې کړئ، چې چاغښت مو په ځانګړي ډول خېټه کموي یا کوچنۍ کوي. په دې لیکنه کې هغه لارې چارې ښييو چې د عملي کېدو له لارې یې کولای شو، خپله خېټه کوچنۍ کړو؟
 د هوږې خوړل
په گرمو اوبو کې هوږه او د لیمو اوبه گډ کړئ دا به مو د خېټې غوړ له منځه یوسي او د بدن بد کولسترول به مو لږ او ښه کولسترول به مو ډېر کړي.
د لېمو له اوبو ګټه واخلئ
د لیمو اوبه له نورو اوبو سره گډې کړئ، دا کار د خوراکي توکو په هضم کولو کې تېزوالی راولي، کولمو ته ارامي وربښي، د بدن میتابولزم ډېروي او د خېټې شاوخوا وازدې له منځه وړي.
 د خوراک پر وخت د کرمو (بندګوپي) ډېر کارول
کرم مو د بدن وازدې له منځه وړي او هغه خلک چې غواړي خپل د خېټې وازده یې له منځه یوسي نو کرم باید په خپلو خوراکونو کې اضافه کړي.

شین چای ډېر وڅښئ
د شین چای ډېر څښل د انسان په بدن کې میتابولزیم ډېروي چې دا په خپله د خېټې شاوخوا وازدې له منځه وړي، انسانان باید د ورځې له دریو څخه تر پنځو گلاسونو چای وڅکي.
 د سرکې کارول
سرکه د انسان په وینه کې د قندو توازن ساتي او د اضافي وازدو په لمنځه وړولو کې ډېر مهم رول لوبوي.
 د هندواڼې خوړل
له ډوډۍ مخکې باید هندواڼه وخورئ له دې کار وروسته تاسو نه شئ کولی چې ډېر خوراک وکړئ.
 د گشنیزو کارول
گشنیز د انسان د بدن باد له منځه وړي او د انسان د خېټې په غټوالي کې مهم رول لوبولی شي.
 د بادامو کارول
د شپې له لوري له پنځو نیولې تر اتو بادامو په اوبو کې خېشته کړئ او بیا یې سهار په تشه گېډه وڅښئ دا کار به ستاسو د خېټې وازدې ډېرې ژر له منځه یوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.