The news is by your side.

پاکستان ایسارکړي طالب مشران خوشي او قطر ته ورسېدل

خبریال وېبپاڼه – ملا برادر؛ ملا فاضل؛ ملا نوري د قطر د دفتر طالب مشر شیخ عبدلحکیم او ځیني نور چې له تېرو دوو اونیو پاکستاني استخباراتو اسلام اباد کې ایسار کړي وو پرون د چهارشنبې په ورځ خوشي کړل.

ملا کبیر او ځیني نور لاهم د جلب اوجزب په کار بوخت دي او افغان جګړې ته کډوال ځوانان راغونډوي خو یوه ډله طالب مشران د چار شنبې په ورځ چې د روان ۲۰۲۱ کال ۱۴ نېټه کېږي د پاکستاني استخباراتو له منګولو ووتل او ځانونه یې قطر ته ورسول.

قطر ته د تللیو کسانو له جملې یې یوه د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی پاکستاني استخباراتو د میلمستون په نوم په یوه بنګله کې ساتلي وو او د ملا برادر په ګډون یې ځیني مشران تهذیب شوي دي.
سر چینې زیات جزیات ورنکړل خو یادونه یې وکړه چې پاکستاني استخبارات په کراچي کې د ملا برادر پر اعترافاتو سخت غوصه شوي او د ملابرادر خبرې یې د طالبانو د تحریک خلاف عمل بللی دی.

په اسلام اباد کې د نظر بندي پر مهال له طالب مشرانو سره یو په یو او په ډله ایزه توګه پاکستاني استخباراتو بیا بیا لیدنې کړي دي او په پاکستان کې ددوی د جایدادونو په تړاو هم پوښتلي دي.

تر دم ګړیه طالب ویندویانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ البته داسي ښکاري چې د سولي د خبرو د دوهم پړاو غونډه شاید ژر ترژره وشي.

له بله لوري د حکومت د مذاکراتي ټیم ځیني غړي لا هم په بهرنیو هیوادونو یا افغانستان کې دي او د حې ته نه دي رسېدلي؛ شاید نن او سبا کې هغوی هم ځانونه قطر ته ورسوي.

په پېښور کې د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي خبریال وېبپاڼې ته د دې خبر تاید وکړ چې طالب مشران چې مشري یې ملا برادر کوله له ۱۱ ورځو نظر بندي وروسته قطر ته واستول شول.

څه تېر شوي و؟

وروسته له هغه چې په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر مشران د کريسمس په رخصتيو کې پاکستان ته ولاړل ځينو مشرانو يې په دې هېواد کې د خپلو جنګياليو سره وليدل او داسې څرګندونې يې وکړې چې په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او جنګياليو د شتون اعتراف و.

له دې وروسته د پاکستان استخباراتو د طالبانو د هيئت کليدي غړي ونيول او نظر بند يې کړل، ځينې طالب مشران او د هيئت غړي وتوانېدل چې دوحې ته ولاړ شي او بين الافغاني خبرې د پاتې ځايه څخه پيل کړي.

که څه په پاکستان کې د نظربندۍ په مهال بيا د طالب مشرانو سره د ناوړه چلند خبره شوې ده خو د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر لا له وړاندې ويلي و چې د پاکستان په وړاندې دوی شخصي حيثيت نه پالي.

دا چې په پاکستان کې به د طالب مشرانو بيا نظر بندي د هغوی سره ډلييزې او شخصي غونډې به په دوحه کې د بين الافغاني خبرو په مسير باندې کوم ناڅاپی اغیز وکړي که نه تراوسه نا ځواب شوې پوښتنه ده.

کېدی شي طالبان خاموشي غوره کړي

د طالبانو تاريخچې ته په کتو کېدی شي طالبان په دې پېښه هم سترګې پټې کړي او هېڅ ډول غبرګون ونه ښيي، تر دې وړاندې هم د پاکستان د حکومت د هغه څرګندونو په وړاندې چې ويل یې طالبان دوی د خبرو مېز ته راوستل او دوی په طالبانو اغېز لري، طالبانو کوم غبرګون نه و ښوودلی، اوس چې بيا طالب مشران لکه شل کاله پخوا په پاکستان کې سره څنل شوي دي نو کېدی شي بيا هم طالبان خاموش پاتې شي.

طالبان د افغان ملت د استازيتوب دعوې کوي خو کله چې پاکستان دوی رټي او سپکوي بيا نو ځان ورته يوازې يو عاجز او خاکسار شخص ښکاري او دا صرف يوه شخصي لکه د انډيوالۍ یوه مسله ګڼي، دوی د پاکستان په وړاندې د افغانستان د خلکو استازي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.