The news is by your side.

د سرسري(لنډ) او چټک نفس سببونه او لوی خطر

خبريال وېبپاڼه/ که سرسري او چټک نفوس اخلئ نو بايد په سببونو یې حتما پوه شئ، نفس اخيستل او ورکول هغه څه دي چې موږ يې ژوندي ساتلي يو او صرف د څو دقيقو لپاره هم نشو کولی بدون له نفس اخیستلو او ورکولو ژوند وکړو، د خپل د نفس د اخيستلو او ورکولو د شکل په پوهېدو سره تاسې کولی شی د موجود تنفسي حالت سبب پيدا کړئ، د نفس چټک يا هم ورو اخیستل او ورکول عموماً يا د زړه سره اړيکه لري، يا د سږو سره، يا د مغز او هم د بدن له نورو غړو او سيستمونو سره.

د نفس د اخیستلو شکل او شمېر مو د روغتيا په هکله ډېر زيات مهم دی، د نفس په اخيستلو او ورکولو کې کوچنی بدلون کېدی شي د لويو ناروغيو يو پيغام وي، نو له همدې کبله بايد د نفس په هکله ځينې بنسټیز مالومات موږ ټول ولرو.

د يو نورمال عمر لرونکي انسان لپاره په يوه دقيقه کې د ۸ او ۱۶ ځلو نفس اخيستل او ورکول نورمال دي، د يو ماشوم لپاره بيا د نفس اخیستلو او ورکولو نورمال شمېره ۴۴ ده.

غيرې نورمال نفس اخيستل

که يو کس سرسري يا سحطي خو چټک نفس اخلي نو په لوی احتمال يې تنفسي لارې په ځانګړي ډول سږي د ناروغۍ سره مخ دي، دا ډول نفس اخيستل ډېر وخت د سږو د التهاب يوه نښه ده چې نفس اخیستل او ورکول سختوي.

په دې ډول ناروغانو کې د سينې درد ليدل کېږي، ځينې وخت داسې حس کوي چې سينه کې دوی سخت قيد شوي دي او زړه يې په سينه کې تنګ دی، د شپې د سخت ټوخي سبب کېږي او ان کله کله د انسان نفس بندوي.

د غیرې نورمال نفس اخيستلو او ورکولو يو بل سبب دايمي تشويش هم دی، ځینې کسان داسې دي چې تل په يوه تشويش کې ژوند کوي، يو ډار او وېره ورسره ده، ددې ډول کسانو هم د تنفس ستونزې پيدا کېږي چې ددې ستونزو سرچينه د زیات خفګان له او وېرې له کبله د‌ زړه عضلات کېدئ شي.

بايد څه ډول تنفس وشي؟

نورمال کې دا چاره په اوتومات ډول د انسان بدن ټاکي، خو کله چې ځینې ستونزې پيدا کېږي بيا مجبور انسان په ارادي ډول هم يو څه وکړي.

ژوره ساه اخيستل ورکول ددې سبب کېږي چې سینې ته مو پوره اوکسيجن ورسېږي او پسې دا اوکسيجن په راحت ډول د بدن ورو برخو ته ولاړ شي.

هڅه وکړئ ځان د خفګان لرې وساتئ، په يوه ځل د ډېرو کارونه کول پرېږدئ، هڅه وکړئ خپل ذهن کنټرول کړی او په پوره سکوت او ارامۍ کې ژوند وکړئ.

د زړه له لوري د تنفسي ستونزې د مخنيوي لپاره د خپل زړه او رګونو خيال وساتئ، د زياتو غوړو د زياتو غوښو په يو ځاي کې د کېناستو او بې حرکتۍ څخه ځان وژغورئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.