The news is by your side.

د يو هيواد په پرمختګ کې د ټکنالوژۍ اهميت!

خبريال وېب پاڼه: مخکې له دې چې د يو هيواد په پرمختګ کې د ټکنالوژۍ اهميت وپيژنو لومړی بايد د ټکنالوژۍ په تعريف او معنی سره ځان اشنا کړو.

د ټکنالوژۍ تعريف، تکنالوژي د دوه يونانی کليمو اخيستل شوي چې Techne هنر او تجربه او logic د علم او پوهی ته وايې، په دې معنی سره چې هرکله هنر، تجربه، علم او پوهه سره يوځای شي يو نوی شۍ منځته راځي چې ټکنالوژي بلل کيږي.

ټکنالوژي په نننۍ نړۍ کې د انساني ټولنو د پرمختګ لامل شوی او ټکنالوژۍ د نړۍ ډير هيوادونه د خپل تاثېر لاندي راوستي دي او په همدي ترتيب سره يې د ژوندانه سياسي، اقتصادي، ساينسي، او د ژوند نور اړخونه متاثره کړي دي.

په اوس وخت کې خو ټکنالوژۍ دومره پرمختګ کړی چې دفتر يا کاري ځای څخه پرته په کورونو کې يې هم کاري اسانتياوي رامنځته کړي دي چې له دې طريقه موږ کولای شو د خپل کار اړوند خپل ټول کارونه په کم وخت او اعلی کيفيت سره ترسره کړو.

ټکنالوژي د علم، ساينس، سوداګري، او د ژوند په نورو اړخونو مثبت تاثېر کړی.

ټکنالوژۍ د کمپيوټر او موبايل په وسيله د کار پيداکولو، د نړيوالو پيښو او پرمختګونو، د اړيکو په ټينګولو د بورسونو په انلاين نوم ليکنه، په الکټرونکي بانکدارۍ او د ډول ډول نورو برخو کې په زياته اندازه په کار وړل کيږي او اسانتياوي يې منځته راوړي دي.

د هيواد پرمختګ د يو اعلی درجی ټکنالوژيکی سيسټم په لرلو پوري اړه لري يو هيواد هر هغه وخت پرمختګ کولی شي چې په ټکنالوژۍ سمبال وي ځکه ټکنالوژي د يو هيواد په اقتصاد، سياست، امنيت، علم او هنر، ساينس، او د سوداګرۍ، په پرمختګ کې ډير مهم بلل کيږي.

هغه هيوادونه چې د قوي ټکنالوژيکی سيسټم لرونکی دي د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په قطار کې ځای لري او هم د نړيوالو استعمارګرو د ضررونو څخه په امن کې دي

هغه څيزونه چې په ټنکالوژۍ کې په کار وړل کيږي عبارت دي له، کمپيوټر، موبايل، انټرنيټ، او نور زيات شمير سيسټمونه هم شته چې په ټکنالوژۍ کې په کار وړل کيږي چې هريو يې ځانته جلا او ځانکړی ارزښت لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.