د افغانستان غوره لیګ یا ( APL ) سیالیو په دوام کې نن د اکتوبر پر ۱۱ مه نېټه په مازدیګرنۍ سیالۍ کې کابل ځوانان د کندهار پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووتل چې یاده سیالي د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې کابل ځوانانو په ۲ منډو وګټله.
په دغې لوبه کې پچه کندهار لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه کابل ځوانانو په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او د۱۷۴ منډو هدف یې کندهار لوبډلې ته وټاکه.
په توپ وهنه کې د کابل لوبډلې لپاره ترتولو ډېرې منډې لاروي ایونس ۵۷ ، جاوید احمدي ۳۹ او شاهدالله کمال ۳۳ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د کندهار لوبډلې لپاره سید شېرزاد ۳ کریم جنت ۲ او محمد نوید ۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.
په دویمه پاڼۍ کې کندهار لوبډلې د ۱۷۴ منډو په ځواب کې ۱۷۱ منډې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې جوړې کړې .
د کندهار لپاره ترټولو ښه توپ وهنه لوبډلمشر اصغر افغان ۵۲ منډې ، ویسلس ۴۶ او ناصر جمال ۳۸ منډې جوړې کړې .
په توپ اچونه کې د کابل لپاره تر ټولو ډېر مسلم موسا شاهدالله، او پارنېل دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.
یاده سیالي کابل ځوانانو په ۲ منډو وګټله او دنمرو په جدول کې ۶ نمرو په درلودلو سره یې لومړی مقام خپل کړ.
د نن شپې په دویمه سیالۍ کې به شاوخوا ۸ نیمې بجې ننګرهار د بلخ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.