The news is by your side.

د ډارېدو يا وېرې 5 حيرانونکې ګټې

خبريال وېبپاڼه/ ډار یو له هغه څيزونو يا هغه حواسو څخه دی چې زموږ هېڅ نه خوښېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې ډار یا وېره دې بد شی وي، ډار یا وېره د يوې خوا انسان د يو اقدام چې هغه کېدی شي د ځان ساتنې د خپلې بريا يا هم بل څه لپاره وي، تشويق کوي او بلې خوا په مستقيم ډول بدن هم ځينې ګټې لري، البته بايد يادونه وکړو چې مسلسل ډار يا وېره خطرناک زیانونه هم لري خو موژ يې په دې ليکنه کې يوازې ګټو ته اشاره کوو.

*- د وېرې يا ډار يوه ګټه هم د هغه کسانو لپاره ده چې زيات وزن لري او غواړي خپل وزن کم کړي، کله چې وډار شو تر بل هر وخت زیاته کالوري مصرف کوو، د زړه ضربان مو لوړېږي او د بدن مېتابوليزم چټکېږي، په دې جريان کې مو بدن ذخیره شوي غوړ او قندونه مصرفوي، د انګلستان د Westminster پوهنتون له لوري په هغه کسانو تجربه ترسره شوې چې ویرونکي فلمونه ګوري، په دې تجربه کې په ځينو کسانو باندې د ډار او وېرې فلمونه کتل شوي دي، د فلم وروسته فلم ليدونکو کسانو ۱۱۳ کالوري انرژي مصرف کړې ده چې دا د نيم ساعت قدم وهنې سره يو شان ده.

*- په یوه بله څېړنه کې چې د انګلستان د Coventry پوهنتون له لوري ترسره شوې ده ثابته شوه چې وېره او ډار د انسان د بدن ددفاعي سيستم حجرې زياتوي، په دې تجربه کې په ځينو کسانو ویرونکي فلمونه وکتل شول او وروسته له فلم ليدو ددې کسانو د وینې د سپينو کروياتو د حجرو په کچه کې زياتوالی راغلی و، وېرې د بدن سپينې حجرې په حرکت کې راوستلې وې او شمېر یې زیات شوی و.

*- وېره په ځينو وختونو کې د تشويق سبب هم کېږي، په ځينو وختونو کې وېره ددې سبب کېږي چې مغز د حل لار ولټوي او ډېر کار او فکر وکړي، د مثال په ډول تاسې مخکې له آزموينې دا وېره لری چې که په ازموينه کې پاتې شی نو مور او پلار به مو درته غوسه شي، دا وېره تاسې مجبوروي چې زيات درس ووايي.

*- وېره ددې سبب کېږي چې تاسې د نورو انسانانو سره خپلې اړيکې ښې کړئ، موږ ټول په ژوند کې د پاتې کېدو او ژوند کولو هيله لرو، دا هيله او غوښتنه دومره ژوره ده چې تصور یې نشو کولی، له همدې کبله کله کله وېره ددې سبب کېږي چې انسان خپل دوستان ډېر کړي.

*- وېره او ډار ځينې وخت د انسان سره مرسته کوي چې خپل اصلي پوتانسيل يا پوتانشيل کشف کړي، د مثال په ډول يو کس په ټول سمستر کې درس نه وايي خو د امتحان په شپه د یوه سمستر ټول درس وايي، دا ددې ښکارندوي کوي چې په اصل کې دې کس کولی شوی هره ورځ داسې درس وایی، که هره ورځ یې ددې نيمايي درس هم ويلی و نو په لوی احمتال د پوهنتون عمومي اول نمره به و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.