The news is by your side.

سعودي دحوثیانو توغندويي برید په هوا شنډکړی

حوثي یاغیانو یوځل بیا دسعودي عربستان په خاوره بالستیک توغندۍ بریدونه کړي خو دسعودي دفاعي ځواک په هواکې شنډ کړي .

په دې اړه د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ځايي خبري سرچینوته ویلي دي چې د یمن د خاورې څخه د سعودي عربستان د نجران په ښار کې  د توغندي برید شوی دی.

ایتلاف  ویلي دي چې دپخواپه څیر یوځل بیا دهغوی  توغندی  د سعودي عربستان د دافع سیستم لخوا په هوا کې تثبیت او شنډ کړی شوی دی.

د ایتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي دي چې  تیره شپه  د یمن  د سعدا  د ښار نه  د سعودي عربستان  د نجران په ښار  د بالستیک توغندي برید وشو چې  توغندی په هوا کې  تثبیت او شنډ کړی شواوهیڅ کوم چاته مالي اوځاني زیان نه دی اوښتی .

یاده دې وي چې   حوثي یاغیانو د ۲۰۱۵ کال راهیسې  په سعودي عربستان  ۲۰۴ د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي. پدې بریدونو کې  ۱۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګن شمیر کسان ټپيان شوي دي حوثیان دغه توغندویې بریدونه له یمن څخه کوي چې هدف یې دسعودي ځایي حکومت دی.

اسلامي نړۍ دحوثي یاغیانو بریدونه په کلکه غندلي اودایې داسلامي نړۍ په وړاندې مستقمه مبارزه بللې ،خو ځينې سرچینو ویلي چې  د دوی ترشا یوشمیرهیوادونه لاس لري چې هغوی ورته بریدونه هڅو او ورسره نظامي اومالي مرستې کوي ،دوی په ښکاره دکوم هیواد نوم نه دی یاد کړی خو اسرائیل ،ایران او امریکا دوی دسعودي په وړاندې یوخفیه مثلث ګڼي.