The news is by your side.

بشري ټولنه: افغان کډوالو دحقوقو ساتنه دي وشي

بشري حقوقو دڅارډلې دراپورپه اساس د افغان ټولني ځينو فعالانو پر نړۍ والو ږغ  کړی چې د افغان مهاجرو له هرډول ستونزو دژغورلوپه مخه دې ورسره اړینې مرستې وشي اودپه بهرکې دغیرقانوني اوناوړه چلن مخنوی دي وشي.

افغان مهاجرچې دګاونډیانو په شمول په اروپا او امریکا کې هم دناڅرګند برخلیک ترچترلاندې کړیدلی ژوند تیروي ،خوپه اسلامي هیوادونوکې دمزدورۍ اوناچارۍ ترڅنګ دحکومتي چارواکو اوامنیتي مسؤلینو ترګڼو چلنجونو لاندې ژوند کوي.

افغان ټولنو په راتلونکو انتخاباتي وکیلانو هم ږغ کړی چې دې موضوع ته دې جدې ځای ورکړل شي ترڅوپه بهرکې افغان کډوالوسره نړۍ وال بشرچلن ترسره کړي.

که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی، خو بيا هم ډير اروپايي هیوادونه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر اخراجوي چې په تلو کې دوی ازار شوې اوپه بهرکېدو کې یې هغوی تعذیبوي .

مدني ټولنو په پاکستان ایران عربي نړۍ او ترکیه کې هم دافغان کډوالو ته ژوندته کوته نیولې چې ورسره غیربشري اوقانوني چلن کیږي ،هغوی ویلي چې ددې فشارونو ترپردې لاندې ځینې اسخباراتي اومذهبي کړۍ دوی نورو غوښتنوته اړباسي ترڅو ځینې کار واخلي خوهغوی دخپل وطن څخه دامنیت اویا غربت له امله هلته کډوال شوي دي.

دبشري ټولنې نړۍ والې ادارې دژمي په رارسیدوسره په نړۍ والو ږغ کړی چې دکډوالو داړینو چارو لپاره دې جدې اقدام وشي ترڅو دژمي سړې شپې دبشري ناورین او مرګ ژوبلې سبب ونه ګرځي.

یوې سرچینې ویلي چې اوس دایراني تومن دبې ساري کښته کیدوله امله افغان کډوال ګڼ شمیر یې ترکیې اونورې اروپايي نړۍ ته مخه کړې ،خوافغانستان ته دراتګ لپاره زړه نه ښه کوي .