The news is by your side.

کرونا تر دوه میلیونه ډېر انسانان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ جان هاپکېنز امریکايي پوهنتون وايي، چې کرونا ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر دوه میلیونه ډېر انسانان وژلي دي.

د دغه ویروس له امله تر ټولو زیات کسان، چې شمېر یې تر درې لکه او نوي زره اوړي په امریکا کې مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل تر ټول ډېر ځپل شوي او تر اوسه پکې ۲۰۷ کسان د کرونا ویروس ښکار شوي دي.

هند بیا په درېیم قطار کې راځي او تر اوسه یې یو لک او دوه پنځوس زره کسان وژل شوي دي او همدارنګه مکسیکو کې بیا یو لک او اووه دېرش زره خلک وژل شوي دي.

بریتانیا پنځم ځپل شوی هطواد دی، چې د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله پکې زیات اووه اتیا زره کسان وژل شوي دي او د کرونا ویروس نوی ډول پکې څرګند شوی دی.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، چې د کورونا وېروس د نوي ډول پر ضد مبارزه پکار ده او په وینا یې، سر له دوشنبې به ټولې لارې د سفر پرمخ وتړي.

بریتانیا وايي چې دې هېواد ته د نړۍ له هر هېواده ورتلونکی مسافر باید د کرونا ټیسټ ولري.

ایټالیا بیا دویم اروپايي هېواد دی چې کرونا ډېر ځپلی او تر اوسه پکې اتیا زره کسان وژل شوي.

څېړونکو د کرونا له امله د مړینې تازه شمېره د ایډز، کولرا، ملریا او انفلونزا تر مړینو ډېره ښودل شوې ده.

کرونا وبا د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې راڅرګنده او بیا نږدې ټولې نړۍ ته خپره شوه.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.