The news is by your side.

اورګاډې د مکې اومدینې ګڼ میشتی واټن معیاري اولنډ کړ

نن پنج شنبه دلومړی ځل لپاره دیوې اورګاډې په توسط  د(سریع السیرحرمین شریفین ) په نوښت   مکه  اومدینه   سره وصل شول .

په همدې اړه د اسکای نیوز سرچینې دهمدې پروژې مدیر «سعد الشهری» خبري سرچینو ته په دې اړه ویلي چې دلومړي ځل لپاره دحرمین شریفین قطار (اورګاډه) نن سهار اته بجې ۴۱۷سپرو په انتقال سره دمدینې له تمځای څخه دمکې شریفې په لوروخوځيده .

ویل کیږي چې په دې کاډه کې پرمختللي سهولیتونه هم شته او په یوه معیاري ډول دنړۍ په کچه تیاره شوې ده،هغوی ویلي چې اوس په دحاجیانولپاره هم په کې ګڼې اسانتیاوي رامنځ ته شي .

سعودي حکومت په پآم کې لري چې په راتلونکو دوو کلنوکې ځايي اوبهرني ګڼ میشتو سیسټمونوته اسانتیا وي رامنځ ته کړي ترڅو دامنیت او سهولت په درلودلو سره دمسلمانانو لپاره دخوښۍ سبب وګرځي.