The news is by your side.

چین تر سمندر ۶۰ مټره لاندې تونل پرانیست

خبریال وېبپاڼه/ د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، چین په دغه هېواد کې تر سمندر ۶۰ مټره لاندې یو جوړ شوی لوی تونل پرانیست.

رسنیو ویلي، چې دغه تونل ۵،۵ کیلومتره دی او ۶ میلیارده ډالره لګښت پرې راغلی دی.

ویل کېږي  چې دا تونل په هنګ کنګ کې پرانیستل شوی دی، چې هنګ کنګ له لانتائو جزیرې سره نښلوي.

د راپورونو له مخې، د دغه تونل پر جوړیدو نیږدې ۷ کاله کار شوی دی او زرګونه کسان پکې کار کاوه.

خلک له دغه تونل څخه په وړیا توګه ګټه اخلي او هیڅ ډول لګښت او ټکس نه ترې اخیستل کېږی.

چین تر اقتصاد ور ها خوا د ټکنالوژۍ په ډګر کې هم له نړۍ سره اوږه جنګوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.