The news is by your side.

کونړ کې د سولې تر نامه لاندې د کرکیټ سیالۍ ترسره شوې

خبریال وېبپاڼه/ کونړ ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د سولې تر سرلیک لاندې د کرکیټ پنځلس ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

کونړ لایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سیالۍ فرضي کرښې ته څېرمه دانګام ولسوالۍ کې پیل شوې وې، چې د انځر کوټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

په خبرپاڼه کې د کونړ کرکیټ بورډ ادارې مسوول قیام خیام په حواله راغلي، چې سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې د دانګام ترڅنګ پکې د نږدې نورو ولسوالیو لوبډلو هم ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړې، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي ټینګښت، د پټو استعدادونو راسپړل دي او د سولې پیغام خپرول دي.

تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د سولې تر نامه لاندې د کرکیټ سیالۍ ترسره شوې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.