The news is by your side.

د عيسويانو له مشر څخه د يوې ماډلې حيرانونکې غوښتنه

خبريال وېبپاڼه/ د واتيکان او ماډل د نړۍ ترمنځ اړيکې په دې وروستيو کې د حرکت څخه ډکې دي، څه موده وړاندې د عیسویان مشر ټاپ د يوې پلې بای مجلې د يوې ماډلې انځور په انسټاګرام کې خوښ يا لايک کړ، دا موضوع په رسنيو کې ډېره ګرمه وچلېده چې اوس تازه يوې ماډلې د پاپ فرانسيس څخه نوې غوښتنه کړې ده.

برازيلۍ ماډله لونا چې راتلونکې اونۍ به یې انځور په ډنمارک کې د يوې مشهورې مجلې له لوري خپور شي د پاپ فرانسيس څخه غواړي چې ددې د بريا لپاره دعا وکړي.

۲۳ کلنه لونا وايي چې پخپل سکتور او مسلک کې غواړي یوه بريا ماډله شي، دا وايي د پاپ فرانسيس څخه غواړي چې ددې د بريا لپاره ورته دعا وکړي.

د پاپ فرانسيس څخه د ماډلې لونا دعا غوښتل ددې سبب شول چې ځینې کسان ورباندې نيوکې وکړي، په دې نيوکې هغه کسانو وکړې چې د ماډلۍ لپاره یې د پاپ دعا بده ګڼله او دا يې‌ یوه ګناه بلله.

په ټولنیزو رسنیو کې د لونا د دعا غوښتلو په وړاندې غبرګونونو او نیوکو ته لونا وويل چې خلک بايد له قضاوت څخه واخلي ځکه هغه څوک چې قضاوت به کړي هغه صرف الله دی.

خلک راته وايي ته پاپ نشې تعقيب کولی

لونا ويلي چې وروسته له دې چې د پاپ څخه یې د ځان لپاره دعا وغوښتله د خلکو نیوکې ورباندې ډېرې شوې او ځینو بيا ان دا ورته ويل چې ته نشې کولی چې پاپ تعقيب کړې.

دا وايي خلکو ورته ويلي چې ته ډېر زيات شهوت لرې له همدې کبله نشې کولي چې پاپ فرانسيس تعقيب کړې او خپله دعا دې قبوله شي.

تراوسه د لونا غوښتنې څخه واتیکان کوم غبرګون نه دی ښودلی، لونا په داسې حال کې د پاپ فرانسيس څخه د دعا غوښتنه کوي چې څه موده وړاندې د پاپ له رسمي انسټاګرام څخه دوه شهوت پاروونکي انځورونه لايک شول.

درۍ مياشتې وړاندې د پاپ فرانسيس له رسمي انسټاګرام څخه د مشهورې ماډلې Natalia Garibotto انځور لايک شو چې په رسنیو کې یې غوغا جوړه کړه.

نتاليا د پاپ فرانسيس له لايک وروسته د خپل انسټاګرام د په هکله يا About په برخه کې وليکل چې د پاپ فرانسيس د خوښې نجلۍ، نتاليا وايي چې مور به يې له انځورونو نفرت کاوه خو وروسته له دې چې پاپ خوښ کړ نو اوس یې ورسره مينه پيدا شوې.

همدا ډول پېښه څو وخته مخکې له يوې بلې ماډلې Margot Fozz سره هم وشوه، ددې انځور هم د پاپ له رسمي انسټاګرام څخه لايک شو، له دې پېښې وروسته ماډلې مارګوټ وويل چې پاپ یې انځور لايک کړ اوس به نو جنت ته ځي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.