fbpx

انجینر:دټاکنولپاره پيرودل شوې بایومټریک ماشونونه درغلیز دي

دمخابراتو وزارت یوه مسؤل انجینر دنوم نه ښودلو په شرط یوې خبري سرچینې ته ویلي چې دټاکنولپاره پيرودل شوې بایومټریک ماشینونه دقانوني انتخاباتو په چارو کې وړ نه دی چې تخنیکي ستونزې یا مغیرحالت لري .

نوموړی ويلي چې دبایومټرک ماشونونه هغه نه دي چې په اروپا او امریکا کې ورځینې کار اخیستل کیږي ،بلکې پيرودل شوې ماشونونه قیمت اروپايي دي خو هغوی چینايي ښودل شوي دي،کیدای شي دډیجیټل تصویرنظام یې مغیرشي اودې کې تغیرات په پراخه پیمانه راتلای شي،باید په دې اړه یاد وزارت ته مراجعه وکړي ترڅو د دوی لخوا ورته دتثبت امکان وښودل شي اودکمپنۍ لخوا یې د درغلۍ کیدو تضمین وشي.

په ورته مهال طلوع نیوز د یوه مستند راپور له مخې ویلي، د انتخاباتو لپاره پیرل شوي بایومټریک ماشینونه اصلي الماني نه، بلکه چینایي دي، چې تقلب په کې په پراخه کچه کیدونکی دی.

دغه ۲۲ زره ماشینونه چې د ملی تدارکاتو ادارې د راپور له مخې په ۱۴ میلیونه یورو  او یو شریک سرور يې په څلور میلیونه یورو پیرودل شوی دی، اوس یې د چینایي لوازمو په درلودلو سره اعتبار له منځه تللی دی .

دبایومتریک دا دستګاوې د انسان څېره، موبایل کې تصویر او پر کاغذ د تصویر  توپیر نه شي کولی او پر دې سربېره د دوو کسانو ګوتې هم د یو تن په نوم ثبتوي.

دبایومتریک پر نويو ماشینونو د الماني درمالوګ شرکت نښانونه موجود دی چې د ماشینونو پر شا یوازې د وافای په څېر څو کرښې دي او چارجر او نور ټول وسایل يې چينايي دي.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وایي، دولت سملاسي د دې ماشینونو د توزیع چارې پیل کړې او هیڅ راز چیک او پلټنه یې نه ده ترسره شوې.

دمخابرات وزارت مامورویلي چې باید له یوې قاطع منبع څخه دهغوی دپلټنې امر وشي ترڅو یادې دستګاوې وڅیړلې شي اوددرغلۍ دمخنوي قانوني لاره ورته غوره شي.

دبایومټرک ماشین لارښوونه