fbpx

قطرکې دطالبانواوسره صلیب لغوه شوی تړون بیرته ورغول شو

دسره صلیب نړۍ والې کمېټې د دفترلخواپه ورکړل شوي خبرکې ویل شوي چې طالبانو له سره صلیب نړیوالې کمېټې سره لغوه شوی امنیتي تړون بېرته معتبر.

په ورته مهال وسله والوطالبانو هم خبر ورکړی چې نږدې یوه میاشت وړاندې یې د د دې کمېټې پر ”کمیت او کیفیت د ځینو ملحوظاتو“ له امله دسره صلیب اوطالبانو ترمنځ تړون لغوه شوی و خو اوس بیرته له سره داعتبار وړ وګڼل شو .

طالبانو ویلي چې دا تړون د تیرې اسد میاشتې په ۲۳مه (د اګست ۱۴مه)، د حکومت په زندانونو کې د بندیانو وضعیت ته د سره صلیب د نه پاملرنې له امله لغوه کړی و. سره صلیب کمېټې د تړون تر لغوه کېدو وروسته ویلي و چې دوی د خبرو له لارې د دې ستونزې د حل کولو هڅه کوي.

سورصلیب طالبانو ته ترټولو ډیره ورکونکي مرستندویه ټولنه ده چې دناروغانو ټولینزمصارف ،او اړوند بشري خواخوږۍ په نوم همکاري ورسره کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د مشرانو او د دوی د سیاسي دفتر چارواکو د قطر په مرکز دوحه ښار کې ”پر هغو موضوعاتو دوې ورځي بحث [وکړ] چې اسلامي امارت يې په اړه ملاحظات درلودل. تر بحث وروسته د سره صليب نړيوالې کمېټې د اسلامي امارت د ملاحظاتو په اړه د مثبتو اقداماتو تعهد وکړ او په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د فعاليتونو په اړه د دواړو طرفونو تر منځ توافق رامنځته شو.“

طالبانو پر خپلو وسله والو غږ کړی چې سره صلیب کمېټې ته ورکړل شوی امنیتي تعهد ”بېرته معتبر وګڼي، فعالیتونو ته یې زمینه برابره کړي او د دغې ادارې د کارکوونکو او اړوندو اجناسو حفاظت ته پاملرنه وکړي.“

یاده دې وي چې سره صلیب نړۍ واله ټولنه له ۱۹۸۰ز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري اودجګړې دواړوغاړو ته دبشرهمکارۍ لړۍ جاري ساتي چې هغه کې بندیان،ټپيآن اومړۍ شامل دي.