The news is by your side.

فیسبوک د مینې مزل څومره لنډ کړ؟ یو ځوان خبریال ته کیسه کوي

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول فیسبوک او انټرنېټ د مینې مزل دومره لنډ کړی، چې د مینې مزل یې زرګونه کیلومټره لیرې غځولی دی.

یو شمېر افغان ځوانان په اسیايي او اروپايي هېوادونو کې د فیسبوک او انټرنېټ له لارې له نجونو سره ملګري کېږي او د مینې مزل تر دې حده رسوي چې دواړه ګډ ژوند پیلوي؛ خو ځینې ځوانان بیا د چل او فریب مینه کوي او غواړي خپل شخصي اهداف مثلا بهر ته د تګ وېزه ترلاسه کول او نور پوره کړي، چې دا کار ستره بې باوري رامنځته کوي.

په همدې تړاو د خبریال وېبپانې یوه همکار د خپل ملګري کیسه رااخیستې، چې څنګه یو ځوان او خارجي پېغله سره ملګري شوي او څه یې کړي دي؟

په ننګرهار ولایت کې یو ځوان، چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوو، د فیسبوک له لارې له تېرو دوو کلون راهیسې له یوې مکسیکويي نجلۍ سره ملګرتیا جوړه کړې وه او خبره تر دې رسېږي، چې نجلۍ ایران ته راځي او دواړه نکاح سره تړي.

هغه وايي: (( یو څه وخت مو د فیسبوک له لارې سره ملګرتیا وه، یو بل سره مو خبرې کولې، سلامونه مو یو بل ته استول. بالاخره یو بل ته مو زړه ورکړ.خپله ملګرې مې مسلمانه کړه. ما هغې او هغې ماته ډالې راواستولې. بیا مې هغه له مکسیکو ایران ته راوغوښته، ځکه هغې افغانستان ته زړه نه ښه کاوه. هغه چې کله ایران ته راغله، یو څو ورځې دلته و بیا محکمې او د افغانستان سفارت ته لاړو، له هغې سره مې نکاح وکړه. اوس دواړه په مکسیکو کې اوسېږو، خو له بده مرغه څنګه چې ما تمه درلوده، ژوند مو هغسې پر مخ نه ځي، ښايي ژر سره جلا شو.))

یوازې د دې ځواک کیسه نه ده بلکې بلکې لسګونه ځوانانو د انټرنېټ پر مټ د ملګرو د پیدا کولو هڅې کوي او ځینې بیا د واده تر مرحلې پکې رسېږي، ځکه مینه د انسان د طبیعت مهمه برخه ده او هر انسان کوښښ کوي چې له یوې لارې دغه تار وتړي.

که څه هم یو شمېر کسانو د مجازۍ نړۍ له لارې یو بل سره ګډ ژوند پیل کړي، مګر د انټرنېټ او تکنالوژي په مجازي نړۍ کې داسې کسان هم شته، چې کلونه یې له یو بل سره د انټرنیټ له لارې خبرې کړې، خو بیا د ژوند د یو ځای کېدو وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي او بېلابېل خنډونه ورته پیدا کېږي؛ خو له دې ټولو سره سره د ځوانانو لخوا د تکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د موبایل له لارې د نجونو ځورول هغه مساله ده، چې ځینې وخت د کورنیو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کولای شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.