The news is by your side.

دامریکالخوا دیناپاول دهیلې ځایناسته ټاکل شوې

دامریکا لخوا داستازي په توګ  دملل متحد په سازمان کې دهیلې له استعفاوروسته  (دینا پاول) دځایناستې دټاکل کیدو خبر ورکړل شوی .

په همدې اړه دسي ان ان خبري سرچینې خبر ورکړی چې چې دینا پاول دټرمپ په طرح شوي پلان کې ځای لاره دهغې پرېکړې سره سم اغلې دامریکاداستازي په توګ ټاکل شوې ،خودهغې دمنلوغبرګون لانه دی جوت شوی .

سرچینې وايي چې وړاندې هم دهغې وړاندیزشوی خو دځینې ستونزو له امله ورته موقع نه دی ورکړل شوې سرچینو هغه علت نه دي په ګوته کړې ،خویاده سرچینه وايي چې اغلي پاول دټرمپ پرېکړه منلې .

خویوه بله سرچینه وايي چې هغې له دې پرېکړې انکار کړی اوسپنی ماڼۍ هم نومړې دامریکا استازي توب لپاره وړ نه ده بللې چې باید له سره ورباندې غور وشي ترڅو دلوی امریکا لپآره وړکس منتخب شي.

یاده سرچینه وايي چې هغې ټرمپ ته ویلي چې دې څوکۍ ته قائله نه ده ،هغه به خپلې موجوده چارې ته دوام ورکړي نوموړې ګلدمن ساکس شرکت کې کار کوي خو دهیلې دځایناستې په توګ کار ته ژمنه نه ده.