The news is by your side.

وکيلان؛ حمدالله محب د امنیت شورا څخه شخصي زندان جوړ کړی

خبريال وېبپاڼه/ په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د هېواد د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب څخه سرټکوي، د ولسي جرګې غړي حمدالله محب په دې تورنوي چې دی د خپل واک څخه ناوړه ګټه اخلي او خپلې شخصي ګټې پالي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي عبدالستار حسيني په تېره غونډه کې د حمدالله محب څخه شکایت وکړ او ویې ويل چې نوموړي د ملي امنیت څخه خپل شخصي زندان جوړ کړی دی، حسيني همدارنګه زياته کړه چې حمدالله محب يو سپین ږيری بدون له کوم جرم څخه نيولی او په زندان کې يې اچولی دی.

د ولسي جرګې دې غړي په دې هکله زيات معلومات نه دي ورکړي چې دا سپین ږيری څوک دی د کوم ځای دی او ولې د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په زندان کې اچولی دی.

حمدالله محب هم غبرګون نه دی ښودلی

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې غړي عبدالستار حسيني دا خبره د ولسي جرګې په خلاصه غونډه کې وکړه چې حمدالله محب يو سپین ږيری بدون له کوم سبب او جرم څخه زنداني کړی دی نه حمدالله محب دې مسلې ته غبرګون ښودلی دی او نه هم د حکومت کومې بلې قضايي او امنيتي سرچينې.

محب د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته هم حاضر نشو

تر دې وړاندې په حمدالله محب د امنيتي ستونزو له کبله نیوکې شوې وې، په ځانګړي ډول د ولسي جرګې له لوري په ښاغلي محب اعتراضونه زيات و او دی يې د ځواب لپاره ولسي جرګې ته غوښتی و خو نوموړي په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړې و.

حمدالله محب په دې هکله ويلي و چې ولسي جرګه حق لري وزیران استجواب کړي، محب که څه هم په دې خبره نوره رڼا وانچوله خو مطلب یې دا و چې ولسي جرګه د وزيرانو د استجواب صلاحیت لري د ملي امنیت د سلاکار نه.

خو ددې خبره سره سره حمدالله محب د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د ګډون لپاره له دې جرګې غوښتي و چې مخکې له ګډون څخه دې ډډه سره د غوندې د موضوع او اجنډا په هکله خبرې وشي او مالومات دې ورسره شریک شي.

د واک څخه ناوړه ګټه

په داسې حال کې چې په هېواد کې د زور څخه کار اخیستونکي کافي خلک هم د دولت د طرفدارو په جامه کې هم د دولت د مخالفينو په جامه کې شتون لري خو په دې وروستيو کې د حکومت په رسمي او لوړ پوړو دولتي چارواکو باندې د واک څخه د ناوړه ګټې اخيستنې تورونه او نیوکې زيات شوي دي.

پوهان وايي چې د حکومت چارواکي ددې خلکو د خدمت لپاره ټاکل شوي دي نه په دوی باندې د بادارۍ کولو لپاره، له همدې کبله دوی بايد هغه واک د خلکو په ضد ونه کارول کوم چې خلکو ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.