The news is by your side.

د کندهار لوبډلې بخت کوټه شوی؛ اصغر سره نور ملتیا نه کوي

د افغانستان غوره لیګ یا APL سیالیو په دوام کې نن د اکتوبر پر ۱۲ مه نېټه د لیګ په ۱۰ مه لوبه کې کندهار لوبډله د پکتیا سره د سیالۍ ډګر ته ووتله چې کندهار په غوره لیګ کې د څلورم ځل لپاره هم  ماتې ومنله په دې سیالۍ کې پکتیا په ۹ منډو کندهار ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه هم د تېر په څېر په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې د لوبې پچه پکتیا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه ، پکتیا لوبډلې ټاکلي شل اورونه پوره ونه لوبول او ټول لوبغاړي یې پر ۱۸.۲ اورونو په لوبولو سره د ۱۲۷ منډو په ترسره کولو وسوځېدل

په توپ وهنه کې د پکتیا لپاره ترټولو ډېرې منډې سکندر رضا ۵۱ ، ډیلپورټ ۱۶  او اودانا ۲۳ منډې جوړې کړې.

د کندهار لپاره نن تر ټولو ښه توپ اچونه سید شېرزاد چې ۴ لوبغاړي وسوځول، همدارنګه محمد نوید او وقار سلام خېل دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

 کندهار لوبډلې  د یاد ۱۲۸ منډو هدف په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره  ټولې ۱۱۸ منډې جوړې کړې چې ۱۸.۴ اورونه یې ولوبول اوسیالي یې په ۹ منډوباندې په وروستیو کې وبایلله

په توپ وهنه کې د کندهار لپاره ترټولو ډېرې منډې کریم جنت ۲۷ ، نجیب الله ځدران ۲۰ او برېنډن مکالم ۱۸ منډې جوړې کړې

د پکتیا لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو ښه توپ اچونه اودانا او شرف الدین اشرف ترسره کړه چې درې درې لوبغاړي یې وسوځول او همدارنګه یمین  احمدزي هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی اودانا وټاکل شو چې د پکتیا لپاره یې درې مهم لوبغاړي وسوځول.

 د APL سیالیو په لړکې به څو شېبې وروسته شاوخوا ۸ نیمې بجې ننګرهار د کابل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي  .