The news is by your side.

هغه ۷ ناوړه عادتونه چې ټوله انرژي مو ختموي

خبريال وېبپاڼه/ ناوړه عادتونه نه يوازې چې ستاسې وخت ضائع کوي بلکې د سمو کارونو او يا د اړينو کارونو لپاره مو موجوده انرژي هم له منځه وړي، په دې ليکنه کې د هغه ناوړه خويونو په هکله مالومات درکوو چې ستاسې د بدن ټوله انرژي له منځه وړي.

•- هره پېښه شخصي تلقي کول، هغه کسان چې هره خبره ځانته کش کوي په هرڅه کې په ځان کې لګي او بيا وروسته په دې هکله لس او شل سوچونه کوي په اصل کې د خپل وخت او انرژي دواړه ضايع کوي.

•- د بدن د انرژۍ يو بل دښمن کار هم د تېر وخت په هکله ډېر فکر کول دي، د تېر وخت په هکله زيات فکر کول له يوې خوا ستاسې اوسنی وخت له منځه وړي د بلې خوا مو د نوي کار په هکله هيلې وژني او تاسې ته راتلونکې د تېر له زاويې بيانوي، د يادولو وړ ده چې انسانان ډېر وخت د تېر زمان د منفي پیښو په هکله فکر کوي.

•- ناوخته نه پاڅیدل هم یو له هغه عادتونو څخه دي چې د انسان د ژوند نظم له منځه وړي او مسير یې ګډوډوي، ناوخته پاڅېدل د يوې خوا د وخت ضايع ده ځکه د انسان نيمه ورځ تېره شوې وي د بلې خوا بيا په دې وخت کې پاڅېدل د کار لپاره د انسان شوق او انرژي هم کموي.

•- د هرڅه مکمل غوښتل هم يو له هغه ناوړه خويونو څخه دي چې د انسان هوس او انرژي ختموي، هېڅ شی، هیڅوک سل سلنه مکمل او پوره نه دي، په ځان نړۍ او دوستانو کې بايد ځينې نيمګړتياوې جدي ونه نيسو، دا دنيا ده، دلته هېڅ شي هم بل سلنه مکمل نه دي.

•- نه، نه ويل، په ژوند کې نه ويل ډېر مهم شی دی، هغه کسان چې هرچاته ماته خوله وي او هېڅ نشي ويلی نو هغه شيان مني چې ددوی زړه نه وي، دوی بيا هغه څه چې ويلي او منلي نه ترسره کوي او دننه په ذهن کې د ځان سره په جنګ وي.

•- د حل لارې په ځای تل يو مجرم او ګنهګار لټول هم یو ناوړه عادت دی، که يو کس دا عادت ولري نو موضؤع ټوله پاتې وي، خو هغه په دې پسې ګرځي چې دا ناوړه کار چا وکړ چا نه، حال دا چې لومړی بايد ستونزه حل شوې وی.

•- هرڅوک خوشحاله کول، په نړۍ کې د ځان سره ددښمني يانې د نورو د خوشاله کولو هڅه کول، ټول انسانان يو ډول فکر نکوي، د هر چا فکري سويه، د پېښو څخه د هرچا درک بېل دی، له همدې تاسې يا موږ نشو کولی هرڅوک خوشحاله کړو، تاسې هغه څه وکړئ چې سم وي نور که څوک خفه کېږي ډېر مه پسې ګرځئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.