کور پاڼه / فلم او هنر / هندي قاضيان ((پدماوت)) فلم په محکمه کې ګوري

هندي قاضيان ((پدماوت)) فلم په محکمه کې ګوري

د هند قاضيانو پرېکړه کړې ده چې په محکمه کې د هند لانجمن فلم ((پدماوت)) وګوري او د دې په اړه يې د ځانګړي سکرين امر ورکړى دى، تر څو دوى پرې په محکمه کې دا فلم وويني.

هنددى فلم ((پدماوت)) له هغو ورځو راهيسې لانجمن شو، چې کله يې د ريکارډنګ پيل وشو، د ځينو هندوانو او راجپوتانو له اړخه د فلم د ريکارډنګ پر وخت د فلم پر جوړونکو بريدونه وشول، لاريونونه وشول او د فلم جوړونکي سنجى ليلا بنسالي او د فلم ممثلې دپيکا پاډوکون د پوزې پرېکولو او د وژلو اخطارونه هم ورکړل شول، خو له دې هر څه پرته هم ((پدماوت)) فلم د هند د يو څو ښارونو نه پرته په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شو او کاميابي يې ترلاسه کړه، خو اوس افراطي هندوان په دې هڅه کې دي چې د فلم نندارې باندې بندېز ولګوي.

د هندي رسنيو د راپورونو ترمخه، د هندي فلمونو نوموړي فلم جوړونکي سنجى ليلا بنسالي فلم ((پدماوت)) ته د هند سترې محکمې د نندارې ته وړاندې کېدو اجازه ورکړه، خو له دې پرته هم ځينې دوسيې شوي دي، چې پکې په فلم د بندېز لګولو خبره شوې ده.

د راپورونو ترمخه، د جودپور محکمې قاضيانو دا فلم په محکمه کې د کتلو پرېکړه کړې ده او په دې اړه يې امر ورکړى دى، چې په محکمه کې دې ځانګړى سکرين ولګول شي. د جودپور قاضيان به دا فلم د فبرورۍ په ٩مه نېټه وګوري.

ياده دې وي چې دا فلم د جنورۍ په ٢٥مه نېټه نندارې ته وړاندې شوى دى، چې تراوسه پورې يې ١٦٠ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي. په فلم کې د رنوير سنګ رول ډېر خوښول کېږي، چې د مسلمان پاچا علاو الدين خلجي کردار يې ترسره کړى دى، خو بلخوا د مالېزيا حکومت په دې فلم بندېز لګولى دى، دوى وايي چې په فلم کې مسلمان پاچا علاو الدين خلجي ظالم او منفي ښودل شوى دى، چې د مسلمانانو زړونه يې دردولي دي.

Loading...

بیا وګوره

امریکې افغانستان کې لښکرمشر بدل کړ

د امریکې پوځ افغانستان کې خپل لښکر مشر بدل کړ. دغه جنرال له ځانګړو روزل …

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …