fbpx

طالب قوماندانان د خپلو مشرانو په کنټرول کې نه دي

په داسې حال کې چې طالب مشران نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ته ځان پياوړی او يو موټی قوت ښيي، خو داسې نښې نښانې ليدل کيږي چې سيمه ييز ډيری طالب قوماندانان اوس د خپلو مشرانو خبرو ته چندان غوږ نه نيسي. د طالبانو د کوټې شورا يوه غړي تېره اونۍ خبريال ډاټ کام ته وويل چې د طالبانو له لوري نيول شوی نقاد چې ډېری د هغه پېژند ګلويي دماغي ناروغ ګڼي ډېر ژر خوشې کړي، نوموړي زياته کړه چې کشرانو ملګرو ته يې امر کړی چې قلمجار په عزت تر خپلې کورنۍ ورسوي. البته له دې امر سره سره لا تر اوسه هم د قلمجار موضوع نه ده حل کړل شوې.

تر نیول کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د قلمجار د انځورونو نه ښکاري، چې نوموړی سخت وهل شوی دی، د وهلو ټپونه یې پر بدن له ورایه ښکاري .

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي، خبریال سره په خبرو کې وویل، چې قلمجار دوی خپله لیدلی، چې طالبان یې لاس تړلی د خلکو په منځ او بازارونو کې ګرځوي. نوموړي زیاته کړه، چې نن یکشنبه د تلې میاشتې ۲۲ نېټپه پورې هم قلمجار د طالبانو په ولکې کې، د نوموړي په خبره ځايي طالبانو په زرمت کې خلکو ته ویلي دي، چې قلمحار به ډېر ژر خوشې کړي، خو قلمجار تر ننه پورې هم طالبان په موټر سایکلونو له خپلو ځانونو سره ګرځوي .قلمجار

قلمجار تېره اونۍ هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د سر ټکی وګرځېده، چې د مخ پټو طالبانو سره په یوه وېډیو کې راڅرګند شو، نوموړی د طالبانو سره په مرکه کې هم ښکاري، چې رواني ناروغي لري .

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر خلکو د نوموړي انځور د خپل ماشوم زوی سره نشر کړی و، او له طالبانو څخه یې غوښتي و، چې نوموړی دې د خپل ماشوم زوی په خاطر هم خوشې کړي .

د طالبانو سره د قلمجار په خبرو کې مالومیږي، چې نوموړی، مخکې له دې چې کوېټ ته مسافر شي د پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله او بیا طالبانو ته تسلیم شوی او له هغې وروسته کوېټ ته تللی، خو په کوېټ کې په ټولنیزو رسنیو کې لایف خپرونو کې یې پر طالبانو سختې نیوکې کړې دي، نوموړی (طالبان د قلم په زور چپه کو ) لایف خبرو کې ډېر مشهور شو.