The news is by your side.

ايا پوهيږئ چې د نړۍلويه او پراخه ودانۍ چيرته شتون لري!

خبريال وېب پاڼه: د نړۍ هيوادونه هڅه کوي ترڅو لويې او پراخې ودانۍ جوړي کړي د همدی امله د نړۍ په بډايه هيوادونو کې ډيري لويې او پراخې ودانۍ شتون لري.

چين هم د هغو هيوادونو له جملې دی چې ډيري لويې او پراخې ودانۍ لري او د نړۍ ترټولو پراخه ودانۍ هم په چين کې شتون لري چې د نوی پيړۍ د نړيوال مرکز په نوم شهرت لري او د چين د سيچون ولايت په چندو ښار کې موقعيت لري.

دا ودانۍ ۵۰۰ متر اوږدوالی، ۴۰۰ متره پرخوالی، او ۱۰۰ متره لوړوالی لري د ودانۍ داخلی برخه ۱.۶ ميليون متر مربع احاطه لري دا ودانۍ چې ډيره لويه ده په داخل کې د سيډنی اوپيرا په نوم ۲۰ کورونه هم لري دا ودانۍ د امريکا د واشنګټن ايالت د پنټاګون ودانۍ درې برابره لويه ودانۍ ده.

دا ودانۍ د ۱۰۰۰ تنو څخه د ډيرو کارکوونکو په درلودو سره په ۳ کلونو کې جوړه شوي او دا کارکوونکي د ودانۍ د جوړيدو وروسته ډير خوشحاله وه چې د نړۍ لوې ساختمان يې يوازی په ۳ کلونو کې جوړ کړ.

دا ودانۍ د چين د لويو پلانونو له جملې څخه وه چې د چندو سيمه ۲۱مې پيړۍ لپاره د نړۍ مرکز جوړ کړي نو ځکه يې ورته د نوې پيړۍ نړيوال مرکز نوم خوښ کړی دی چې د چندو د سيمې شعار د ودانۍ د بشپړيدو وروسته(Chengdu Can Do) يعني چندو وکولی شول چې د نړۍ مرکز شي.

په دې ساختمان کې د يو وړوکی ښار هم شتون لري چې څلور سوه زره متره ځای په بر کې نيسې ۱۵ تياتر او سينما ځايونه لري او د واوري خويدني لوبي ميدان هم لري دفترونه، هوټلونه، د اوبو او تفريحي پارکونه هم لري.

د ودانۍ څښتن هيله ښودلی چې دا به د نړيوالو او چينايي سياحت کوونکو او مسافرو د خوښی وړ وګرځي.

د سيچون ولايت چندو ښار کې تقريبا ۱۴ ميليون خلک ژوند کوي دا د چندو لپاره يو پلان وه ترڅو چندو ښار د نړۍ په نقشه کې شامل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.