fbpx

د سولې وروستۍ هڅې هیله بښوونکې دي

د مشرانو جرګه استازي وايي، د افغان سولې له پاره وروستۍ هڅو د سولې له پار امیدونه زیات کړي او حکومت باید له دغه رامنځ ته شوي فرصت نه ښه ګټه پورته کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د دغه جرګې په عمومي غونده کې وویل، چې د افغان سولې به تړاو وروستۍ هڅې، چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا پیل شوې هیله بښوونکې دي.

نوموړي وویل، له حکومت غواړي، چې له دغه رامنځ ته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخلي او داسې سیاست مخې ته یوسي، چې د سیمې حساسیت را ونه پاروي، بلکې په دې برخه کې نوره همغږي هم رامنځ ته کړي.

مسلم یار زیاته کړه، لکه څنګه چې امریکا پر خلیلزاد باور کړی، افغان ولس هم د نوموړي پر وړتیا او د سولې په برخه کې پر ریښتینو هڅو باور لري.

په ورته وخت کې د یاد مجلس لومړي مرستیال وویل، چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو له طالبانو سره سوله باید پر نړیوال تضمین رامنځ ته شي، تر څو جګړه د تل له پاره هېواد کې پای ته ورسېږي.

نوموړي وویل، چې په هېواد کې تل پاتې سوله هله شونې ده، چې ټولې سیاسي ډلې، د سیمې هېوادونه او نړیوال په دغه پروسه کې ځان شریک وګڼي.

بل خوا د سنا مجلس یو بل غړي ګل احمد اعظمي زیاته کړه، چې تمه لري افغان حکومت او امریکا داسې کړنلاره وټاکي، چې وکولای شي د افغانستان اوسنۍ ستونزې له جرړې حل کړي، ځکه د ده په وینا دغه جګړه پر افغان ولس د پاکستان، روسیې او ایران له خوا تپل شوې ده.

خو سناتور یوسف نورستاني بیا د افغان سولې په برخه کې د پاکستان پر نیت شک وښود او ويې ویل، چې که امریکا په رښتیا د افغانستان سولې ته ژمنه وي، باید په احتیاط یې هرکلی وشي، ځکه پاکستان په دې برخه کې اخلاص نه لري.

نورستاني پر ټولو افغان سیاسي ډلو او سیاسیون غږ وکړ، چې د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ وکړي او د سولې له پاره جدي کارو کړي.

یادوني وړده چی زلمي خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ قطر کې له طالب استازو سره کتلي او دواړو لورو د خبرو پر دوام او د افغانستان د ستونزې پر دایمي حل موافقه کړې ده.