کور پاڼه / جالب / ابراهیم عابد او ملي ټلونیز بحثونه

ابراهیم عابد او ملي ټلونیز بحثونه

د افغانستان  د ځوان کول د مشور کمیډین ابراهیم عابد په باب نن صبا د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې پراخ بحثونه را پاریدلي دي.

دغه بحثونه وروسته تر هغه تاوده شول چې د عابد یوه ویډیو په داسي حال کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې نوموړی په بي حاله حالت کې ښيي او څو کسان چې د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکي دي پرې ملنډي وهي.

په دغه لنډه ویډیو کې عابد د نشې او بي حالۍ په حالت کې ښکاري چې یو شمیر کسان ترینه را ټول شوي او ده ته وايي، ته په ټلویزیونونو کې په نورو خلکو ملنډي وهي او اوس وګوره چې خپله نشه یي او خلګ درباندي ملنډي وهي.

د دغې ویډيو خپریدو ډیر افغانان په غوصه کړي او هغه کسان یي غندلي چې پر عابد ملنډي وهي.

ویل کیږي چې عابد ته په پغمان کې میلمستیا شوي وه او وروسته بیا ورته د خپلو پغماني ملګرو له لوري په ډوډۍ کې نشه يي ټوکي ورکړل شوي او دی له حاله وتلی وو.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په پراخه کچه د ابراهیم عابد ملاتړ کړی او له حکومته یي غوښتي چې د نوموړی په شخصي حریم دغه تیري کونکي محاکمه او ورته سخته سزا ورکړي.

تر اوسه پوري مرکزي حکومت په دې باب څه نه دي ویلي.

میرویس جلالزی  

Loading...

بیا وګوره

مولانا طارق جميل په پښتنو ملنډې وهلي

د پاکستان يو مشهور عالم او د تبليغيانو مشر مولانا طارق جميل يو ځل بيا …

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …