fbpx

د عثمان غني صحت د ډاډ وړ دی

د کابل او بلخ لوبډلو تر منځ سيالۍ د ډګر ساتنې پر مهال د جاوېد احمدي له لوري توپ د پولې پر لور ولوبول شو چې محمد نبي او عثمان غني دواړو غوښتل د دغه توپ مخه راوګرځوي، خو نه يوازې دا چې د توپ پر رانيولو بريالي نه شول، د دواړو تر منځ د ټکر له امله عثمان غني هم ټپي شو.

عثمان غني تر ټکر وروسته پر ځمکه راپرېوت او بېحاله شو، نوموړی تر يو څه ځنډ وروسته په (سټريچر) کې له لوبغالي څخه وويستل شو، چې دغه مهال يې حالت پوره د اندېښنې وړ ښکارېده او داسې برېښېده چې عثمان غني په هوش کې نه دی. مالومېده چې نوموړی به زياټ ټپي وي چې له امله يې حالت د اندېښنې وړ ښکارېده.

عثمان غني د لوبې تر پايه بېرته راونه ګرځېد، خو وروسته مالومه شوه چې د نوموړي پاسنۍ شونډه ټپي شوې وه چې په روغتون کې په هوش راغلی.

د نوموړي انځور پر ټولنيزو رسنيو خپور شوی چې د شونډې پرته يې بل کوم ټپ پر بدن نه ښکاري، په دغه انځور کې نوموړی د مسکا په حال کې ښکاري او داسې برېښي چې ژر به روغ او لوبې ته راستون شي.