fbpx

  پکتیا لوبډلې ننګرهار لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان غوره لیګ یا APL سیالیو په ۱۵ لوبه کې نن د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه پکتیا او ننګرهار د یوبل پر وړاندې د تېر په څېر په شارجه کرېکټ لوبغالي کې مخامخ شوې چې په دغې سیالۍ کې پکتیا په ۷ ویکټو بریا ترلاسه کړه.

د دغې لوبې پچه ننګرهار وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه ننګرهار په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره پکتیا ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.

د ننګرهار لپاره په توپ وهنه ترټولو ډېرې منډې رحمت شاه ۳۴،  ډیوسېچ ۱۴  او چارلېس ۲۲ منډې جوړې کړې 

د پکتیا لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو ښه توپ اچونه اودانا او شاهد افریدي دوه دوه او همدارنګه ضیاالرحمان درې لوبغاړي وسوځول.

پکتیا لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ۱۲۷ منډو هدف په ۱۴.۴ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

د پکتیا لپاره په توپ وهنه کې محمد شهزاد ترټولو ډېرې ۷۸ منډې، احسان جنت ۲۵ او سمیع الله شینواري ۱۹ منډې جوړې کړې.

د ننګرهار لپاره په توپ اچونه کې لمېچن دوه او مجیب الرحمان یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

یاده سیالي پکتیا لوبډلې په ۷ ویکټو باندې وګټله په دې بریا سره پکتیا د نمرو په جدول کې دوهم مقام خپل کړ

 د یادې سیالۍ لوبډلمشر محمد شهزاد محمدي د ۷۸ ناسوځيدلو منډو پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

Loading...