کور پاڼه / فلم او هنر / خېبر پښتونخوا کې يوه بله هنرمنده ووژل شوه

خېبر پښتونخوا کې يوه بله هنرمنده ووژل شوه

د خېبر پښتونخوا په مردان کې يوه بله هنرمنده سنبل ووژل شوه.

ويل کېږي چې د مردان په شېخ ملتون ښارګوټي کې ناپېژاندو وسله والو د مردان يوه ځايي هنرمنده سنبل په خپل کور کې ووژله.

د مردان د پوليسو د وينا ترمخه، چې درې تنه د هنرمندې کور ته ورغلى و او غوښتل يې چې هنرمنده له ځان سره بوځي، خو سنبل ورته انکار کړى و او هغوى پرې ډزې کړي، چې سنبل ځاى پر ځاى وژل شوې ده.

د مردان پوليسو عاريضه کړې ده، خو ويل کېږي چې د هنرمندې سنبل په وژنه کې د غزاله جاوېد د پخواني مېړه او د هغې د قاتل جهانګير لاس دى.

يو ځل بيا په خېبر پښتونخوا کې د پښتنو هنرمندو وژنې پيل شوي، چې په تېرو ورځو کې د برېښنا په نوم يوه نڅاګره د پېښور په يکه توت سيمه کې په خپل کور کې وژل شوې وه. همدا راز له يو شمېر هنرمندانو سره د تاوتريخوالي پېښې هم رامنځ ته شوي دي.

بیا وګوره

د ځوانانو پر معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد تورونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین د بي کفایتي او اخلاقي فساد له …

له نشه یي توکو سره د مبارزي تګلاره به کار ورکړي

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په ننګرهار ولایت کې کلیوالي کرنیز پروګرام پراخوي. …