fbpx

د منتقدینو په تړاو د طالبانو او حکومت توپیر

په داسې حال کې ، چې په افغانستان کې د رسنیو بازار ګرم دی ، په دغه هېواد کې هره ورځ حکومتي چارواکي ، لوړ رتبه مامورین ، د نوم او نښان خاوندان او آن تر دې ، چې سوداګر او سیاسیون په یو نه یو ډول د رسنیو د کارونکي او کارکوونکي په نښه کوي او د خپل زړه بړاس ور باندې باسي ، په لویه کې په ټولنیزو رسنیو کې په لوی لاس ځینې خلک افغان چارواکو ته سپکې سپورې هم وايي ، ولسمشر خو د ورته ښکنځلو سره هره ورځ مخ وي .
ولسمشر او ډېری نور حکومتي چارواکي دا توان لري ، چې نیوکه کوونکي وځپي ، وترټي ، ویې وهي او آن تر دې چې زنداني او یایې ووژني ،خو له نېکه مرغه افغان چارواکي تر ډېره بریده دا کار نه کوي .
دلته په کابل کې ډېری طالب پلوه ځوانان په هسکه غاړه د طالبانو ملګرتیا او د حکومت مخالفت کوي ، خو داسې ثبوت نشته ، چې کوم څوک چا نیولی وي .د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د طالبانو د مشرانو ډېری ځوانان په زده کړو بوخت دي ، آن تر دې چې ډېرو لوړ رتبه طالب چارواکو بچیان په دې لېست کې راځي ، خو حکومت ورته څه نه وایي، ځینې طالب پلوه او د طالبانو بچیان په پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې په ښکاره د طالبانو په حق او د حکومت په مخالفت تبلیغات کوي ، حکومت پرې خبر دی ، خو ډېموکراسۍ اصولو ته په کتو سره دوی پر دغو کړنو سترګې پټوي .
له بل لوري د حکومت وسله وال مخالفین ، چې تر ډېره حده د زبرځواک ( امریکا ) سره د مقابلې دعوا کوي ، د تنقید او سالم تنقید زغم نه لري او په ډېره بې رحمۍ سره خپل منتقدین ترټي ، وهي ،سپکوي او آن تر دې چې وژني یې ، همدغو منتقدینو له ډلې څخه یو هم قلم ځار دی .
قلم ځار دوه اونۍ وړاندې هغه مهال د طالبانو له لوري ونیول شو، چې کله د کوېټ هېواد څخه د څو کلنې مسافرۍ او مزدورۍ وروسته د کور پر لور روان و، خو په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ونیول شو، چې تر اوسه پورې هم طالبانوپه منګلو کې ترخې شپې او ورځې تېروي . په نوموړي تور دی ، چې پر طالبانو نیوکې کوي او د طالبانو په خلاف تبلیغ کوي .
نوموړی له نیول کېدو څو ورځې وروسته پر ټولنیزو رسنیو په داسې حال کې راښکاره شو ، چې دوه مخ پټي طالبان یې یوې او بلې خواته ناست دي او له ده څخه پر طالبان د نیوکو په اړه پوښتنې کوي .
همدا رنګه پر ټولنیزو رسنیو د نوموړي داسې انځورونه هم خپاره شول ، چې ګویا سخت وهل شوی دی ، او د وهلو ټپونه یې له ورایه پر مخ ښکاري .
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وایي ، چې قلم ځار اوس هم د طالبانو په بند کې دی او کله نا کله یې طالبان د خلکو او بازارونو په منځ کې په داسې حال ګرځوي ، چې په لاسونو کې ځولنې پرتې وي .
د نوموړي د خوشي کېدو لپاره په ټولنیزو رسنیو هم له طالبانو پراخه غوښتنه شوې ، چې ژر تر ژره نوموړی خلاص تر څو خپل د سفر ستړې ورځې د خپلې کورنۍ په بستر کې تېرې کړي .
که څه هم قلم ځار کورنۍ او هغې ته نږدې کسان وایي ، چې نوموړی په دماغ کمزوری او ناروغ دی ، دوی همدغه کمزوري کس ته خپل زور و ښیي او په ورته کسانو د ظلم د انتها تر کچې ظلم کوي .
که چېرې وسله وال طالبان ورته کړنې وکړي ، نو له یوه لوري به په ولس کې خپل محبوبیت لا نور هم له لاسه ورکړي ، له بل لوري به پر هغو کسانو دایره را تنګه شي، چې د طالبانو ملاتړ کوي او یا د طالبانو په ننګه را څرګندیږي .
طالبانو ته په کار دي ، هر څومره زر چې کېدای شي قلم ځار خوشی او له ورته کړنو څخه لاس واخلي ، طالبان هسې هم په ټولنه کې په وژلو، ترټلو ، ښوونځیو سوځلو ، پلونو ړنګولو او لویو لارو ورانولو تورن دي ، ورته کړنې به یې محبوبیت لا زیانمن کړي او یو ورځ به ملت ترې حساب وغواړي .