fbpx

رستمي:د کليوالو ښځو دلاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شوه

خبريال:حکمت الله احسان

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د ليرې پرتو او کلیوالو ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو محصولاتو یو ورځنی نندارتون نن د یاد وزارت په انګړ کې پرانيست.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه خبري رسنيو ته وويل چې، دا نندارتون د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی دی.

نوموړی وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت یو اساسي پروګرام د کلیوالو ښځو د لاسنیوي لپاره دا دی چې کورنۍ باغچې، د چرګانو ساتلو کوچني فارمونه، شنې خونې او د سبزیو د پروسس مرکزونه جوړ کړي چې په بېلابېلو برخو کې د مېرمنو لپاره اغېزمن دي.

د ښاغلي رستمي په خبره، تېر کال دغه وزارت په لېرې پرتو سیمو کې کلیوالو مېرمنو ته ۱۲۰۰۰ کورنۍ باغچې جوړې کړې وې چې سږکال هم غځېږي