fbpx

د خوست په ۲۷ ټاکنيزو مرکزونو کې رايي نه کيږي

خبريال:حکمت الله احسان

د خوست د امنيې قوماندانۍ چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې به د ټاکنو په ورځ د رايي اچونې يو شمېر مرکزونه د لوړ امنيتي ګواښ له امله د خلکو پر مخ تړلي وي

د راپورونو له مخې په دغه ولايت کې به ۱۹۲ ټاکنيزو مرکزونو له جملي يوازي ۱۶۵ خلاص وي او پاته ۲۷ مرکزونه به د امنيتي ګواښونو له امله بند وي.

د دغه ولايت قومي مشران او د ولايتي شورا غړي بيا پر حکومت نيوکه کوي چې دغه مرکزونه د يوې معاملې پر اساس د ځينو نوماندانو په غوښتنه قصداُ تړل شوي او هلته هېڅ امنيتي تهديد وجود نه لري.
يوه قومي مشر او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي مارک ځدران وويل حکومت د ولسي جرګې د يوه نوماند په اشاره د رايې اچونې ياد مرکزونه تړلي دي.
نوموړي که څه هم د کوم کانديد نوم وانه خيست، خو زياته یې کړه که حکومت له دې پرېکړې پر شا نه شي او تړل شوي مرکزونه د رايې ورکوونکو پر مخ خلاص نه کړي، دا به د دغه ولايت له ولسونو سره ستره جفا وي
د خوست د ولايتي شورا رئيس کفيل ريحان هم مني چې د دغه ولايت په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ننګونې د ټاکنو مخه ډب کړې خو دی یې پړه پر امنیتي اداره ور اچوي چې د ټاکنو لپاره یې لازم تدابیرنه دي نيولي.
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مسوول شاه جهان سرداري رسنيو ته وويلي چې دوی په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالۍ لري.
نوموړی له امنيتي ارګانونو هم غواړي چې د ټاکنو په ورځ د رايو ورکوونکو امنيت وساتي
له بلې خوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نوروزی بيا دا مني چې ګنې د رايې اچونې ياد شوي مرکزونه دې د کوم نوماند په خوښه تړل شوي وي.
هغه وايي کومې سيمې چې دوی په نښه کړې دي، په اړه يې د ټاکنو ولايتي کمېسيون او کورنيو چارو وزارت ته راپور ورکړی او د هغوی له هدايت سره سم به اقدامات ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه د دغو ۲۷ مرکزونو پرته چې هلته لوړ امنيتي تهديد موجود دی موږ ۶ نور داسې مرکزونه لرو، چې هلته بيخي د سټيکرو پروسه نده ترسره شوې او کومه پرېکړه چې موږ کړې په دې غور سره مو کړې ده