The news is by your side.

پوهېږئ کوم خواړه مو اشتها کموي؟

خبريال ویبپاڼه/ هغه خواړه چې د یوه انسان اشتها کموي په ټوله کې د پروټينو څخه بډای خواړه دي، دا ډول خواړه د يوه لوري د انسان اشتها له منځه وړي او د بلې خوا بيا انسان تر ډېره وخته پورې موړ ساتي، په دې ليکنه کې د همدې ډول خوړو ځینې ډولونه درپېژنو.

غوښې؛ په ټوله کې غوښه زيات پروټين لري او انسان تر ډېره وخته پورې موړ ساتي، له دې څخه عامه د غوا او خوسکي غوښه يادولی شو، سپینه غوښه يادولی شو، د ماهي غوښه يادولی شو، دا ټول ډولونه چې کوم دي په زياته کچه پروټين لري چې د خوړلو وروسته يې يو کس په اسانۍ سره نه وږي کېږي.

هګۍ؛ په هګيو کې په پرېمانه کچه پروټين شتون لري، په يوه هګۍ کې تر شپږو ګرامو پورې پروټين شتون لري چې دا په دومره خوړو کې ډېر لوړ مقدار دی، که سهار دوه هګۍ وخورئ نو د ډېر وخت لپاره به ښه ماړه وی او هېڅ اشتها به ونلرئ، ددې ترڅنګ په هګيو کې ډېر زيات ګټور ويټامين هم شتون لري، هګۍ د ويټامين اې، بي او ډي يوه بډايه سرچينه ده.

بادام؛ دا وچه مېوه په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره ډېره ښه ده کوم چې غواړي په سالم ډول خپل وزن کم کړي، بادام سړی د زيات وخت لپاره موړ ساتي، څېړنې ښيي چې په ورځ کې پينځه دانې بادام خوړونکی انسان تر هېڅ بادام نه خوړونکی کس زر وزن ورکوي، په بادامو کې کلسیم، اومېګا۳، پوتاشيم او مګنیزیم شتون لري چې د بدن د روغتیا لپاره یې کافي والی ډېر زيات مهم دی.

شوروا يا شوربا، شوروا هم يو له هغه موادو څخه ده چې د څښلو سره یې يو کس د ډېر وخت لپاره موړ پاتې کېږي او ژر يې کوم څه ته زړه نه کېږي، شوروا چې ډېره برخه یې اوبه ده که ډوډۍ څخه نيم ساعت مخکې وڅښل شي نو اشتها مو بېخی کموي.

نعنا چې يو معجزوي بوی لري د خپل بوی په واسطه کولي شي یو کس ارام او ساکن کړي، نعنا د لوږې په وړاندې حيرانونکي تاثير لري، که غواړی خپل وزن له لاسه ورکړئ نو کولی شئ د ډوډۍ څخه مخکې د نعنا چای وڅښئ او يا هم پخپل اطاق کې د نعنا څو بوټي کیږدئ.

ګلپي هم يو له هغه خوړو څخه ده چې سړی د ډېر وخت لپاره موړ ساتي او د سړي اشتها کموي، که څه هم اوس په هېواد کې د ګلپيو موسم دی خو زيات خوړل یې ستاسې اشتها بې خوند کولی شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.