The news is by your side.

د هغه خلکو خاصيتونه چې په ژوند کې به هيڅ خوشحاله نه وي!

خبريال وېب پاڼه: خوښ او خوشحاله اوسېدل دومره مختلف شکلونه لري چې داسي مشخص تعريف نه لري خو خوښ او خوشحاله اوسېدل د ژوند دهغه شيبو څخه عبارت دی چې انسان پکې د د راحتۍ، ارامۍ، ازادۍ، او مثبت فکر احساس کوي.

انسان چې کله خوشحاله وي د هغې تشخیص اسانه دی د هغې د کړنو او حالت څخه پوهيدلی شئ خو د خفه او غمګين انسان تشخیص اسانه نه دی شايد هغه تاسو ته په ظاهر خوښ ښکاري خو په باتن کې به ډير غمجن وي.

په دې ليکنه کې به د هغه خلکو په خاصيتونو پوه شئ چې هغه خلک به هيڅ کله خوشحاله نه وي.

* ناراحته او ناارامه خلک هيڅ کله خوشحاله نه وي ځکه دا خلک تل په ويره کې وي ډير فکرونه کوي حال دا چې ډير فکر کول هم انسان ناراحته کوي.

* د راتلوونکي په انتظار کې پاتي کيدل ډير خلک د راتلوونکي په انتظار کې پاتي کيږي چې قسمت به يې بدل شي دا خلک يو ډول رواني تکليف لري چې دوي يې د داسي شيبي انتظار ته مجبور کړي دي په ياد ولرئ چې د قسمت بدليدو لپاره خپله هڅه او کوښښ ونکړئ ستاسو راتلوونکي نه شي بدليدی په دې اړه د پښتو يو مشهور متل هم شته ( چې و نخوري د ځان غوښي را به نه وړي د ښکار غوښي). دا ډول خلک په حقيقت کې هيڅ خوشحاله نه دي

* د مال او دنيا په اړه د حده ډير توجه کول د داسي ډول خلکو ذهن ورځ تر بلي خرابيږي ځکه چې دوي ټوله توجه دنيا او مال ته اړولي وي دا خلک هم په ژوند کې ناکام دي نو غوره به دا وي هغه څه چې لري شکر اوباسه او د ډير مال لرلو حرص دې له ذهن اوباسه.

* په کور کې ډير پاتي کيدل دا هم د رواني تکليفونو يو ډول دی هغه خلک چې زيات وخت په کور کې پاتي کيږي دوي به هيڅ خوښ نه وي ځکه که چیري په يو ځای کې ډير پاتي شئ دا ستاسو په روغتيا او ذهن بده اغيز کوي.

* بد خويه او بد اخلاقه خلک هم په ژوند کې هيڅ خوشحاله نه وي ځکه ددوې خير نه خپل ځانته او نه نورو ته رسيږي دا خلک به په ژوند کې ډير ناکامه دي او خفه وي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.