fbpx

هند د الله اباد ښار نوم بدلوي

د هند د اتر پردېش ایالت اعلی وزیر یوګي ادېتانات ویلي، ژر به د الله اباد ښار نوم پخواني نوم پرېیاګ راج ته بدل شي.

د انډيا ټوډی د رپوټ له مخې، اعلی وزیر ويلي چې دا نوم به د راتلونکي کال د کمبش له مېلې څخه وړاندې بدل شي. نوموړي زیاته کړې چې د ایالت والي هم د دغه نوم له بدلولو سره هوکړه کړې ده.

دغه نوم مغل واکمن جلال الدین اکبر په ۱۵۷۴ ز کال ایښی و.

ځینو کسانو د حکومت د دغه ګام مخالفت کړی او ویلي يې دي چې دا اوس یو تاریخي نوم دی او حکومت باید د دا ډول کارونو پر ځای نورو ستونزو ته پام وکړي.

مخالف کانګریس ګوند هم د دغه کار مخالفت کړی او وايي چې دا به د ښار هغه تاریخي رول ته زیان ورسوي، کوم چې يې د خپلواکۍ خوځښت کې لوبولی و.

ادېتانات د واکمن بهارتیا جنتا پارټي (بي جي پي) غړی دی. یاد ګوند هندو نشنلېسټ ګوند بلل کېږي چې واک ته له رسېدو وروسته يې د مغلو د پېر پورې تړلو ډېرو ځایونو نومونه بدل کړي دي.

ویل کېږي، د ادېتانات ایالتي حکومت د اګرې په ښار کې د شاه جهان پاچا له لوري جوړ شوي تاج محل سره هم توپيري چلند کوي.