fbpx

پاکستان: د سند ايالت افغانانو ته د تابعيت ورکولو وړانديز رد کړ

په پاکستان کې د سند ايالتي حکومت هغه وړانديز رد کړ، چې پکې ويل شوي و چې افغانانو، بنګاليانو او نورو بهرنيانو ته، چې په پاکستان کې زېږېدلي وي، د پاکستان تابعيت دې ورکړل شي.

پاکستانۍ رسنۍ ليکي، د څلور واړو ايالتونو کورنيو سکرترانو او کورنيو وزارتونو غونډه وشوه، چې پکې بهرنيانو ته د تابعيت ورکولو په موضوع بحث وشو. د سند ايالتي حکومت د لومړي وزير د اعلان په ضد رايه ورکړه او وې ويل چې موږ بهرنيانو ته د پاکستان تابعيت نه شو ورکولاى.

د سند ايالتي حکومت له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د تابعيت په ماده کې دې بدلون راولي، ځکه افغانانو، بنګاليانو او نورو بهرنيانو ته د پاکستان تابعيت ورکول موږ ته قبول نه دي، که د نورو هېوادونو خلکو ته پاکستانۍ تذکرې او پاسپورټونه ورکړو، ستونزې به مو نورې هم زياتې شي.

د کورنيو چارو سيکرتر عبدالکبير قاضي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې خارجيانو ته د پاکستان تابعيت نه شو ورکولى، مرکزي حکومت دې د تابعيت په ماده کې بدلون راولي او له پارلمان څخه دې يې هم منظور کړي.

ياده دې وي چې څه وخت مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان په خپله وينا کې ويلي و، چې په پاکستان کې زېږېدلو افغان او بنګالي ماشومانو ته به د پاکستان تذکرې او پاسپورټونه ورکوي.

که يوې خواته د صدراعظم د دې اعلان ډېرى خلکو مخالفت وکړ، نو بل خوا يې ملتپالو ګوندونو ستاينه وکړه او له لومړي وزير يې وغوښتل، چې دا کار دې ژر پيل کړي. يو شمېر افغانان هم دې اعلان ته زيات خوشحاله ول، چې د پاکستان تذکرې او پاسپورټونه به ترلاسه کړي.