fbpx

د ښکلو او قوي ويښتانو لپاره دا لارې عملي کړئ

هر انسان غواړي چې ښکلي، قوي او ډېر ويښتان ولري، ډېرى خلک چې ويښتان يې تويېږي يا يې هم سرونه له ويښتانو پاک شوي دي، هغوى په ډېرو لارو چارو هڅه کوي چې بېرته خپل ويښته ترلاسه کړي، خو زيات شمېر خلک بيا هم نه بريالي کېږي او ډېرى وخت خو سختو سختو عملياتو ته هم تيارېږي، تر څو ښه، ښکلي، قوي او ډېر ويښتان ولري.

په دې لنډه ليکنه کې تاسې ته د ښکلو، قوي او ډېرو ويښتانو درلودلو لپاره څو وړاندېزونه درکوو، ځکه د ويښتانو ساتل هم ډېر مهم دي، که مو ويښتان له لاسه ورکړل، نو بېرته ترلاسه کول يې بيا ډېر ګران دي. په دې هيله چې دا ليکنه مو په ګټه وي.

١-: د تېلو مساج:

خپلو ويښتان يا سر مو مساج کړئ، د دې لپاره تاسو په اونۍ کې دوه يا درې ځل دا کار ترسره کړئ، د ويښتانو د مساج کولو لپاره بايد د زېتون، بادام، کوپرې او يا هم د شړشمو له تېلو څخه ګټه پورته کړئ.

٢-: پياز، اوږه، زردکو اوبو باندې وينځل:

د ښکلو، قوي او ډېرو ويښتانو لپاره تاسې ته پکار ده چې په مياشت کې مو خپل ويښتان ٢ يا ٣ ځل د پيازو او اوږې په اوبو ووينځئ، يا هم تاسې د ګازرو په اوبو باندې خپل ويښتان د مياشتې دوه يا درې ځل ووينځئ، دا به ستاسې ويښتانو ته ډېره ګټه ورسوي.

٣-: له لمر، دوړو او هوا نه ويښتان وساتئ:

د ډېرى خلکو ويښتانو ته تېز لمر، وچه او کړکېچنه هوا هم زيات زيان رسوي، ډېرى وخت چې کله شمال وي او ورسره خاورې بادېږي، نو هغه ويښتان خرابوي، نو که له ويښتانو سره مو مينه لرئ، نو خپل ويښتان مو له تېز لمر، وچې او دوړنې هوا څخه وساتئ.

٤-: سپورټ او ارام هم د ويښتانو لپاره مهم دي:

سپورټ نه يواځې دا چې د بدن لپاره ډېر مهم دى، بلکې سپورټ د ښکلو، قوي او ډېرو ويښتانو لپاره هم ډېر مهم دى. همدا راز ارام او ذهني فشار هم د ويښتانو په قوي کولو او ښکلي کولو کې ګټه کوي، نو ارام کوئ، له ذهني فشار ځان ساتئ او سپورټ حتمي کوئ.

٥-: لنډ ويښتان مه ږمنځوئ:

که ويښتان مو لنډ وي، نو له ږمنځولو يې لاس واخلئ، يا يې هم ډېر مه ږمنځوئ، ځکه د لڼدو ويښتانو ډېر ږمنځول هم د ماتېدو سبب کېږي.

٦-: اوږده ويښتان:

د نارينوو ډېر اوږده ويښتان هم د تويېدو لامل ګرځي، که کوم ځوانان د اوږدو ويښتانو پرېښودو شوق لري او غواړي چې اوږده ويښتان پرېږدي، نو بيا ورته پکار ده چې په مياشت کې يو ځل دې حتمي د خپلو اوږدو ويښتانو څوکې قېچي کړي، که يې قېچي نه کړي نو ويښتان به يې کمزوري کېږي او تويېږي به.

ژباړه : زرغونه