fbpx

په روزګان کې د بیا رغاونې بهیر

خبريال:حکمت الله احسان

اروزګان کې د زده کوونکو د ليليه لپاره د يوي ۴ پوړيزي وداني د جوړيدو چاري پیل سوي .

اروزګان کې د پوهني رياست مسولين وايي ياده وداني چې په ۲ جريبه ځمکه کې جوړيږي ۴ پوړيزه او ۵۴ وطاقه لري چې مالي لګښت يې د افغانستان بوديجې څخه ورکول کيږي.

د پوهني رياست سرپرست عبدالله سعادت وايي دغه وداني به تر جوړيدو وروسته  د لريو پرتو سيمو زده کوونکو او د پوهني رياست مامورينو  ته په واک کي ورکړي تر څو هغو د کار او زده کړو  پرمهال د مسافري شپي او ورځي په ياده وداني کې تيري کړي.

د يادي ودانې د بنسټ د ډبري ايښودلو پرمهال ددغه ولايت والي وايي چې هڅه کوي څو په اروزګان کې د زده کړو په مرکزونو کې پرتي ستونزي حل او راتلونکي کې هم نوري دغه ډول رغنيز کارونه ترسره کړي.

محمدشفيق اسدالله سعيد وايي د يادي وداني څخه به وخت پروخت څارنه کوي څو په اساسي ډول جوړه او ګټي اخيستنې ته ورسپارل شي.

داپه داسي حال کې ده چې ددغه ولايت د لوړو زده کړو موسيسي محصلينو هم د ليلۍ غوښتنه کوي او زياته وي چې په دغه ولايت کې د ژوند کولو لپاره مناسب ځاي نلري.

 

Loading...