The news is by your side.

ځانګړو الوتکو کې هرکال څو ميليارده ډالر له هېواده اېستل کېږي؟

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان او نړۍ په رسنیو کې د افغانستان څخه په غيرې قانوني ډول د میلياردونو ډالرو د باسلو مسله ګرمه ده، په افغانستان کې له دې مسلې لومړی د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار خبر ورکړ چې يوه ورځ وروسته د امريکا د متحده ايالاتو د څار ادارې سيګار هم راپور ورکړ چې د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر څخه هر کال ملیاردونه ډالر په ځانګړو الوتکو کې ایستل کېږي.

د افغانستان څخه په غيرې قانوني ډول د پيسو باسل نوې خبره نه ده خو دا په لومړي ځل دی چې په دومره لوړ مقدار د پيسو ایستل مطرح کېږي.

نه يوازې چې دا ځل د پيسو مقدار لوړ دی بلکې د پيسو د باسلو وخت هم معنا لرونکی دی، د افغانستان په سرنوشت باندې همدا اوس په دوحه کې خبرې روانې دي، افغان حکومت په دې خبرو کې قربانۍ ته هڅول کېږي، که څه هم په رسمي ډول دا اوازې تاييد نه دي خو ډېرې معتبرې سرچینې دا خبر په بار بار ورکوي چې د حکومت له مشر څخه غوښتل کېږي چې واک یوه موقت مشر ته وسپاري.

په داسې حال کې چې د حکومت مشران به د خپل دوران او دندې وروستۍ شپې شماري د افغانستان څخه په ځانګړو الوتکو کې پيسې او نور قيمتي شيان انتقال کول ګڼ شکونه را پيدا کوي‌.

د افغانستان څخه د ميلياردونو ډالرو د پیسو اېستل په داسې وخت کې رسنیز شول چې تازه ولسمشر غني د کابل په هوايي ډګر کې ځنې بدلونونه راوستي و او خپل نېږدې کسان یې هلته ګومارلي و‌.

د سيګار د راپور په بنسټ د افغانستان څخه د ډېرې مودې راهیسې په ميليارډونو ډالره ایستل کېږي، د سيګار راپور ددې ډالرو کچه په کال کې څلور ميليارده ډالر ښيي.

خو داسې ګنګوسې هم شته دي چې يوازې ډالر نه دي چې ایستل کېژي، بلکې د افغانستان څخه په دغه ځانګړو الوتکو کې ځینې قيمتي شيان، تاريخي اثار او نور مواد هم لېږدول کېږي.

نن په ولسي جرګه کې هم د افغانستان څخه د پيسو د غیرې قانوني اېستلو په هکله بحث وشو، ولسي جرګې په دې مسله باندې د حکومت خاموشي د پوښتنې وړ وبلله او د حکومت څخه یې وغوښتل چې ددې مسلې ځواب ورکړي.

د حکومت وياند دواخان مینه پال او د هېواد د هوايي چلند ادارې د ګلبدين حکمتيار له لوري ددې ادعا په کولو سره سمدلاسه غبرګون وښود او دا يې رد کړه، خو څو ورځې وروسته په رسنیو کې هغه انځورونه خپاره شول چې ښيي ځینې داسې الوتکې د حامدکرزي نړيوال هوايي ډګر کې ښکته شوې چې د هېڅ کوم شرکت نښه نښانه نلري.

اوس تازه د امريکا د سيګار ادارې هم دا مسله تاييد کړې ده د امريکا لخوا ددې خبرې تر تاييد وروسته اوس د افغان حکومت وياندويان خاموش دي او په دې هکله څه نه وايي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.