fbpx

دسولي شورا:په ټول هيواد کې دسولې ملاتړ کيږي

خبريال:حکمت الله احسان

د افغانستان د سولې عالي شورا هڅې کوي چې د سولې د ټینګښت لپاره د هېواد د بېلابېلو قشرونو د نظریاتو او وړاندیزونو پر بنسټ، یوه هر اړخیز میکانیزم جوړ او ګټه ترې واخلي.

د دغې شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک دغه خبره د سې شنبې په ورځ، د سولې د مذاکراتو د پیلېدو لپاره، د یو ملي میکانیزم د جوړولو په هدف، د پوهنتونونو له استادانو، د نظرله خاوندانو او د رسنیو له یو شمېر استازیو سره، په یوې مشورتي ناسته کې وکړه.

ښاغلي خپلواک په هېواد کې د سولې د خبرو د پيلېدو لپاره د هیلو، هڅو او د هڅو د نتیجو په اړه وویل نن موږ په بشپړه توګه د سولې د راتګ لپاره اسلامي اومذهبي فتوا هم لرو او علماء او مذهبي بنسټونه په دې صلاح دي، دوهم ولسي اړخ: په ټول افغانستان کې د سولې لپاره ملاتړ رامنځته شوی

داخبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان د سولې په خاطر د طالبانو له استازیو سره په قطر کې لیدلي دي.

همداشان ښاغلي خلیلزاد په وروستیو دوو اوونیو کې د افغانستان، پاکستان، د عربي متحدو اماراتو، سعودي عربستان او قطر له چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي.

بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا، د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د غیر رسمي خبرو په اړه هم خبرې کړي دي خو طالبانو تر اوسه د دوی او افغان چارواکو ترمنځ دغیر رسمي خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

پخوا تر دې طالبانو تل ټینګار کړی چې غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.

د سولې عالي شورا په جوړې ناسته کې، د سولې د عالي شورا د جوړ ښتونو او د سولې په اړه د دغې شورا د هڅو د څرنګوالي په اړه، یو لړ انتقادونه او وړاندیزونه هم مطرح کړل.

پخوا تر دې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په هېواد کې به د سولې د ټینګښت لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموي او حتا چمتو دی چې په دغه لاره کې له سره هم تېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سولې د خبرو د پيلولو لپاره هڅې او د خلکو هیلې زیاتې شوي دي.

Loading...