fbpx

دنياغزل: جنګ جګړو له هنر نه بېزاره کړې يم

د افغانستان يوه وتلې سندرغاړې دنيا غزل وايي چې جنګ جګړو، وژنو او د افغانانو بې وسه حالت مي له موسيقي نه زړه تور کړی دی.

مېرمن غزل وايي چې ميوزيک هغه مهال ښه خوند کوي چې ټولنه کې خوشحالي زياته با را ټو کېدلې وي. وتلې سندرغاړې دنيا غزل خبريال ډاټ کام ته وويل چې له بده مرغه افغانستان د جګړو په ډګر اوښتی او اسانه نه ده چې دلته هنر او موسيقي وغوړېږي.

هغې په جګړه کې پرښکېلو لورو غږ وکړ چې د افغانانو کړاوونو ته دي وګوري او او نور دي له جګړو لاس واخلي.

دنيا غزل چې ډېري سندري يې په پښتو ويلي دي ، په فارسي ، عربي او هندي ژبه سندري وايي چې په هيواد کې دننه او بهر يې پراخ مينه وال موندلي دي.

د دنيا غزل په خبره چې که افغانستان کي سوله او ارامي وي ، نو بيا دې هيواد کي د هنر د غوړېدا لپاره ښه چانس شته دی.

هغه وايي چې افغانان هنر خوښونکي دي او دلته هنر پرمختګ کولای شي خو په هيواد کي د هنر د پرمختګ خنډ يوازي او يوازي وينه تويه ونه او جنګ جګړې دي.

Loading...