The news is by your side.

د مبارزې پرته د نلسن منډیلا ستره علاقه د څه شي سره وه؟

خبريال وېبپاڼه/ نلسن منډیلا د جنوبي افريقا د تور پوستانو يو ستر مبارز و، که څه هم نن هغه نړۍ د بشري حقوقو، د نژا پرستۍ په ضد د مبارزې د یو اتل په توګه پېژني خو لنډ وخت مخکې نړۍ د هغه په هکله دا قناعت نه درلود.

نلسن مندیلا د امريکا د حکومت د تروريستانو په لیست کې و، هغه په ۲۰۰۸ م کال کې په کامل ډول ددې لېست څخه بهر شو.

نلسن مندیلا په جنوبي افريقا کې د سپين پوستو د ظلمونو په وړاندې لومړی په سوله یز ډول مبارزه پيل کړ خو کله چې ورباندې حکومت دايره ډیره راتنګه کړه نو د خپلې مبارزې په يوه پراخه دوره کې یې وسله والې مبارزې ته هم لاس واچوه.

په جنوبي افريقا کې د سپين پوستو په وړاندې داسې يو تبعيض روان و چې فکر یې هم کول ګران دي، په دې هېواد کې په داسې حال کې چې تور پوستي اکثريت و خو بيا هم دوی د سپين پوستو له لوري د سخت تبعيض سره مخ و.

د تور پوستانو سیمې د سپين پوستو څخه بېلې وې، دوی نشوی کولی په یوه سيمه کې ژوند وکړي، هېڅ تورپوستي دا اجازه نه درلوده چې په لویو ښارونو کې چېرته چې سپين پوستي مېشت و بدون له اجازې تګ راتګ کړي، ټول تور پوستان مجبور و د لږ اوږده سفر لپاره د سفر اجازه واخلي.

نلسن مندیلا ددې تبعيض په وړاندې یوه داسې مبارزه وکړه چې ټوله نړۍ یې ځانته حيرانه کړه، هغه د خپلې مبارزې په دوره کې د شدت خلاف و، خو بلاخره ددې هېواد حکومت هغه ته بله لاره پرېنښوده او مجبور یې کړ چې وسلې ته لاس کړي.

منډیلا نه یوازې چې يو مبارز و بلکې هغه يو ډېر متنوع شخصيت درلود، ډېر بیلابیل عادتونه يې درلودل، هغه يو ډېر ښه بوکسر و چې په دې ځانګړنه هم په نړۍ کې زيات مشهور دی، د خپلې مبارزې په دوره کې دی هر ډول برخورد ته تيار و او هر سهار به یې خپل سپورټ کاوه.

منډیلا يو ښه بوکسر و خو هغه په دې برخه کې شدت نه خوښاوه او نه هم د هغه مبارزو ملاتړی و چې شدت به پکې حتمي و، منډيلا د بوکس وهنې له جالبو تخنیکونو سره ډېره مينه درلوده.

منډیلا پخپل ژوند کې دوه ځله واده وکړ چې د يوې څخه يې خپلې لارې زر بېلې کړې خو د دوهمې ميرمنې سره يې بيا تر پايه ملګرتيا وکړه.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.