The news is by your side.

فلمي لوبغاړې هاليووډ کې د غيرې اخلاقي صحنو څخه پرده پورته کړه

خبريال وېبپاڼه/ د هاليوډ فلمونو مشهورې لوبغاړې Keira Knightly پخپله يوه تازه مرکه کې ډېرې ناویلې خبرې اترې کړې دي، نوموړې په خپله دې تازه مرکه کې چې پرون خپره شوه د هاليوډ په فلمونو کې د ناوړه صحنو او د نارينه ډايرکټرانو په هکله خبرې کړې دي او له ځینو شيانو څخه یې خپل شديد شکایت هم کړی دی.

مېرمن کيرا چې اوس ۳۵ کاله عمر لري د هاليوډ د فلمونو يوه بريالۍ لوبغاړې ده، دې په دې وروستيو کې د ځينو فلمونو له ډکولو دې انکار کړی و چې اوس یې پخلپه نوې مرکه کې دې مسلې ته روښنايي ورکړې او د ځينو سببونو او لاملونو يادونه یې کړې ده.

مېرمن کيرا په فلمونو کې د ناوړه صحنو يادونه کړې ده، دې پخپله دې تازه مرکه کې ويلي چې د نارينه و ډايرکټرانو په وړاندې د جامو باسل ورته سم کار نه ښکاري، د کيرا په وينا چې دا صحنې ډېرې ژورې ځي او ددوی څخه هيله کېږي چې د ډېرو شخصي شېبو تقليد وکړي د کومو چې زه اوس د نارينه و په وړاندې نشم کولی.

کيرا زياتوي چې دا اوس دوه اولادونه لري او نشي کولي په اوس وخت کې نور د نارينه و ډايرکټرانو سره دا ډول کار وکړي، دا بيا د ښځینه ډايرکټرانو په وړاندې دا ډول نظر نلري، کيرا د ښځينه و فلم جوړونکو او ډايرکټرانو په هکله وايی؛ د ښځينه ډايرکټر سره هر ډول صحنو کې کار کولی شم خو د نارینه و د موجود ذهنيت سره کار نشم کولی‌.

مېرمن کيرا په ۲۰۱۵ م کال کې هم دا ډول یو نظر درلود، دا په ۲۰۱۵ م کال کې مور شوه او وروسته له هغه یې په فيمونو کې د کار کولو سره ځینې شرطونه هم کېښودل، دې په ۲۰۱۵ م کال کې د خپل کار په شرايطو کې دا ماده ور زياته کړه چې په بربنډو صحنو کې ونډه نشي اخيستلای.

کيرا د بربنډو صحنو په هکله پخپله مرکه کې داسې وويل؛ دا چې د ټولو په وړاندې مو د بدن ډېره برخه بربنډه وي، ستاسې څخه د بېلابېلو غږونو او کړنو غوښتنه کېږي دا ډول يو کردار زه نشم ادا کولی.

په هاليوډ سينما باندې ډېر وخت د غیرې اخلاقي صحنو له کبله نیوکې کېږی، مينوال او ځینې لوبغاړي د هاليوډ فلمونو ډايرکټران په دې تورنوي چې په فلمونو کې د واقعي ژوند په ځای تر ډېره داسې شېبو ته ځای ورکوي چې ليدونکی ورباندې زیات کړي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.