fbpx

د زینب قاتل په دار وځړول شو

د روان زېږديز کال د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د پاکستان په قصور سیمه کې د زینب په نوم یوه کوچنۍ نجلۍ مړه وموندل شوه.

دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې یوه غوغا جوړه کړه. پاکستان او نورو سیمو کې خلکو له زینب سره خواخوږي څرګنده کړه. ځايي خلکو هم سختې مظاهرې وکړې او د تورن شخص د ژر نیول کېدو او سزا ورکولو غوښتنه يې کوله.

د څېړنو پایله کې مالومه شوه چې زینب باندې د عمران علي په نوم خپل ګاونډي جنسي تېری کړی، بیا يې وژلې او جسد يې په یوه کنډواله کې غورځولی دی. عمران علي نه یوازې د زینب په قضیه کې پړ وپېژندل شو، بلکې له لسو ډېرو جنسي تېریو او وژنو اعتراف يې هم وکړ.

محکمې عمران علي په اعدام محکوم کړ چې نن سهار د لاهور په کوټ لکپت زندان کې د محکمې حکم پلی شو او عمران علي د ځایي وخت په پنځه نیمو بجو په دار وځړول شو.